له داعش سره د مبارزې په تړاو د امریکا په هکله د قیس خزعلي څرګندونې

په عراق کي د وسله والې ډلې يو مشر (قيس خزعلي) چي له داعش سره په مبارزه کي فعاله ونډه لري وايي: امريکا نغواړي ترڅو د داعش مسله حل کړي بلکي غواړي دي ښکارندې ته د خپلې سيميزې ګټې له مخي دوام ورکړي

د رویټرز خبري آژآنس د ریپوټ له مخې: قیس خزعلي چې د عصایب اهل حق پوځي ډلې مشر دی د امریکا په مشرۍ یې د داعش وسله والې ډلې پر وړاندې د تګلارې د رامڼخ ته کولو غوښتنه وکړه. ښاغلي خز علي له دې سره واشنګټن له داعش په په مبارزه کې په ناغیړۍ تورن کړ. خز علي په دې مرکه کې ویلي: امریکا د داعش په وسیله د منځني ختیځ د نقشې په بدلون کې پاتې راغلې ده.

” ده ویلي مونږ په دې پوهیږو چې امریکا نغواړي د داعش ستونزه هواره شي خو د کړکیچ د مدیرت په هڅه کې ده. امریکا د داعش ډلې د شتون پلویتوب کوي او غواړي له دې ډلې په خپله ګټه کار واخلي ترځو په دې سره په عراق او سیمه کې خپلې ګټې تر لاسه کړي. د امریکا پلان د سیمې ویشل دی.”

” په سیمه کې دعراق پلان د سیمې ویش دی، له سره سیمو ته د پولو ټاکل چې د سایکس او پیکوت له پروژو سره توپیر لري او د قومي او فرقه یي ویش له مخې رامڼځ ته شوې چې پکې یوه مذهبي او اسرایلي رژیم ګټې په پام کې نیول شوې دي.”

د یایکس پیکو هوکړه د لویې بریتانیا او فرانسې تر منځ وه چې په نولس سوه شپاړسم کال کې د لومړي نړیوالې جګړې په تشه کې د روسیې او عثماني امپراتوری په خوښه رامنځ ته شوې وه. دا هوکړه د بریتانیا او فرانسې ترمنځ د سوریې عراق لیبنان او فرانسې ترمنځ د ویشلو لامل شوه.

خز علي زیات کړې: امریکا ځرنګه چې د هوایي بریدونو د ډيرښت په هکله ژمنه کړې وه خپلې کړې ژمنې نه دي پلې کړې او ددوی دا بریدونه له ماتې سره مخ دي.

(قيس خزعلي – رهبر گروه عصائب اهل الحق MIDEAST-CRISISIRAQ-KHAZALI)

” شپاړس ځلې بریدونه چې له دې څخه نهه هوایي وو په دوه عراق او سوریه هیوادونو کې ډير شوي نه دي. آیا دا د امریکا جدیت په ډاګه کوي ؟!”

د رارسیدلو ریپوټونو له مخې: عصائب اهلِ حق له سپاه بدر، حزب‌الله کتائب و حَشيدُ الشَّعَبي له هغه ډلو څخه شمیرل کیږي چې اوس مهال له داعش سره په جګړه بوختې دي، او ددې دلو ډیری وسله وال له ملکي کسانو څخه جوړ شوي دي.

له هغه وروسته چې د عراق پوځ وشنل شوه، حَشيدُ الشَّعَبَي تر ټولو لویه وسله واله ډله وه. له دې سره ښاغلی خزعلي وایي: د عراق لومړی وزیر د امریکا له لوري تر فشار لاندې راوستل شوی ترڅو د الانبار په ګډون په یو شمیر سیمو کې د ولسي ځواک کچه ټیټه کړي.

(قيس خزعلي – رهبر گروه عصائب اهل الحق MIDEAST-CRISISIRAQ-KHAZALI)

” امریکا پر مونږ باور نلري. ځکه چې د نیواک ګرۍ پر مهال مونږ ددوی پر وړاندې مقاومت وکړ. صادقانه ووایم، مونږ په خپله له لومړي وزیر سره خبرې کړې چې د دا عش پر وړاندې په مبارزه کې د امریکا هوایي بریدونو ته اړتیا ده خو د ځمکنیو همغږیو په هکله باور او اعتبار شتون نلري؟ هوایي ځواکونه هغه مهال ګټور کیدای شي چې ځمکني ځواکونه پرمختګ وکړي. “

د داعش پر وړاندې د امریکا په مشری ایتلاف تر اوسه په دې هکله ډيری پوښتنې او نیوکې درلودې. څه موده وړاندې دې نیوکو ته هغه مهال زور ورکړل شو کله چې االانبار ولایت ته د داعش د ننوتلو پر مهال دې ایتلاف له ځانه هیڅ ډول غبرګون څرګند نکړ. کارپوهان په دې آند دي چې اوس مهال د داعش وسله والې ډلې له منځه وړلو پلان شتون نلري خو د کړکیچ د مدیریت هیڅې روانې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *