سعودي عربستان په هیڅ معادله کې د بریا وړتیا نلري

د انډیپنډنټ ورځپانې په خپله سرلیکنه کې لیکلي: سعودي عرستان په هیڅ ډول معادله کې د بریا وړ نه دی، ځکه دډې هیواد بریا به یو ناورین رامنځ ته کړي او هیڅوک نغواړي ترڅو په سیمه کې ناامني رامنځ ته او یو شمیر حاکم نظامونه له منځه لاړ شي او په سیمه کې نفتي وضعیت له ناخوالی سره مخ شي. سعودي عربستان دا ښودلې چې غیر منطقي او بې باوره لوبغاړی دی.

دا پادشاهي هیوادد متحجرانه قوانینو په درلودلو سره او دې ته په کتو سره چې خپل هیوادوال یې له لومړنیو حقونولکه: موټر چلولو ته د میرمنو نه پریښودلو دا ښودلې چې دا هیواد په هیڅ ډول د یوویشتمې پیړۍ له ستندرد سره سمون نلري. په سوریه، عراق، لبنان، یمن هیوادونو کې د نظامونو د نسکورولو په موخه، له داعش، النصرې، القاعدې او بوکوحرام ترهګریزو ډلو سره د عربستان مالي او تسلیحاتي مرستې او په دې هیوادونو کې د بنسټیزو پروژو له منځه وړل دډې ښکارندویي کوي، چې سعودي عربستان په سیمه ایز سیاست کې تعادل نلري او دا په داسې حال کې ده چې سعودي عربستان د رامنځ ته شویو ډلو ګواښ ته له پاملرنې پرته له دې ترهګریزو او بنسټپالو ډلو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

دې ته په کتو سره له ترهګریزو او بنسټپالو ډلو سره د عربستان مرسته د دې هیواد له لوري ټول نړیوال نظام او نړیوالو هیوادونو ته ګواښ رامنځ ته کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *