د پخلاینی خبری د افغان دولت او طالبانو د استازو ترمنخ د روانی اونی په پای کی یا د اسد میاشتی په لومریو کی په چین کی پیل شی په دی خبرو کی د مخکینی ناستی په پرتله د لور پوریو چارواکیو او مهمو کسانو ترمنخ تر سره او پر خانگرو پلانونو به خبری وشی د حکومت له لوری پلاوی ویلی د خبرو په دی پراو کی مهم کسان گدون کوی او اصلی موضع به هم د اوربند په تراو وی د چین او پاکستان حکومتونو هم ویلی چی له دی خبرو ملاتر کوی او دی ته چمتو دی ترخو ددی خبرو د پایلو پلی کیدو ضمانت وکری

د پخلاینې خبرې د ملي یوالي حکومت په ځانګړې توګه د ولسمشر محمد اشرف غني یواځینۍ لاسته راوړنه ده او دا د حکومت لپاره حیثیتي ده. دا د ولسمشر غني لپاره د هغه بریال په ډول ده کوم چې د ایران ولسمشر حسن روحاني د اټومي پلان په هکله له پنځه جمع یو هیوادونو سره د خبرو له لارې تر لاسه کړې ده. ولسمشر غني په دې تیرو لسو میاشتو کې هر څه چې در لودل د جګړې د مخنوي لپاره یي کارولي او د ملي یوالي حکومت هم په دې برخه کې تر ډیره بیغوري کړې او تر یوې کچې یي د دولت وسله والو مخالفینو په ګټه په ناغوښتلي ډول ګام پورته کړی دی او له بلي خوا ولسمشر تل د ستونزو هواریدل له امنیت او سولې سره تړلي ښودلي او داسې ښودل شوي که چیرې ددوی پلان بریالی شي او په هیواد کې سوله رامنځ ته شي ټولې ستونزې به هوارې شي. نو له دې مخې د پخلاینې خبرو د پایلو تر روښانیدو پورې باید د ولسمشر په کار باندي کار ونه لرل شي او باید په تمه شو چې ښآغلی غني په کومه لاره روان دی او د هیواد د راتلونکې لپاره څه په پام کې لري؟.

ټول په دې تمه دي چې ولسمشر یو بل نوښت رامڼځ ته کړي او په خبرو کې په بریالیتوب سره ځان او افغان حکومت واکسینه کړي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ښاغلي کرزي د ډلې د ګواښونو نښې نښانې هم لیدل شوې دي او د اجرایي ریاست د پخواني ولسمشر ډله د حکومت د ستونزو یوه برخه بولي.

په تیرو دیارلسو کلونو کې تجربو وښوده چې حکومتي چارواکیي یواځې په خبرو او د هیلو په رامنځ ته کولو کې بریالي دي. دا هیله مندی اوس د ولسمشر غني له لوري د دولت له وسله والو مخالفینو سره د پخلاینې د خبرو له کبله ډيرې شوي ځرنګه چې دوه کاله وړاندې له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک په هکله د څرګندونو پر مهال رامنځ ته شوې وې. دا هغه هیله مندی دي چې تر دوه دریو کلونو او په دې موده کې د خلو د بوختیا په موخه رامنځ ته کیږي دوه کاله وړاندې ویل کیدل که چیرې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک شي او افغان حکومت د امریکا دې غوښتنې ته سر کیږدي نو په افغانستان کې به سوله او امنیت رامنځ ته شي او افغانان به وکولای شي د سولې په فضا کې خپل ژوند ته دوام ورکړي او په دې سره به د نظام د ساتلو تضمین وشي. هغه څه چې د افغان حکومت پلاوې مخکې له دې ولسي جرګې ته راوړل څو ټکي یي ومنل شول خو له دې منل کیدو وروسته یي یو شمیر استازو په مخالفت لاس پورې کړ او کار دې ځای ته ورسید چې ښآغلي کرزي ددې تړون له لاسلیکه ډډه وکړه او ویي نغوښتل ترڅو دا تړون لاسلیک کړي.

له طالبانو سره خبرې چې د اسلام اباد او چین له شنه څراغ سره مل دي کیدای شي هماغه لنډ مهاله خوښي او هیله مندي وي چې کولای شي یواځې تر دوه کلونو د خلکو لپاره د هیلو وړ وي.

تیره اونی اعلان وشو چي د پخلاینی خبری د افغان دولت او طالبانو د استازو ترمنخ د روانی اونی په پای کی یا د اسد میاشتی په لومریو کی په چین کی پیل شی په دی خبرو کی د مخکینی ناستی په پرتله د لور پوریو چارواکیو او مهمو کسانو ترمنخ تر سره او پر خانگرو پلانونو به خبری وشی د حکومت له لوری پلاوی ویلی د خبرو په دی پراو کی مهم کسان گدون کوی او اصلی موضع به هم د اوربند په تراو وی د چین او پاکستان حکومتونو هم ویلی چی له دی خبرو ملاتر کوی او دی ته چمتو دی ترخو ددی خبرو د پایلو پلی کیدو ضمانت وکری

د پخلاینې خبرې د ملي یوالي حکومت په ځانګړې توګه د ولسمشر محمد اشرف غني یواځینۍ لاسته راوړنه ده او دا د حکومت لپاره حیثیتي ده. دا د ولسمشر غني لپاره د هغه بریال په ډول ده کوم چې د ایران ولسمشر حسن روحاني د اټومي پلان په هکله له پنځه جمع یو هیوادونو سره د خبرو له لارې تر لاسه کړې ده. ولسمشر غني په دې تیرو لسو میاشتو کې هر څه چې در لودل د جګړې د مخنوي لپاره یي کارولي او د ملي یوالي حکومت هم په دې برخه کې تر ډیره بیغوري کړې او تر یوې کچې یي د دولت وسله والو مخالفینو په ګټه په ناغوښتلي ډول ګام پورته کړی دی او له بلي خوا ولسمشر تل د ستونزو هواریدل له امنیت او سولې سره تړلي ښودلي او داسې ښودل شوي که چیرې ددوی پلان بریالی شي او په هیواد کې سوله رامنځ ته شي ټولې ستونزې به هوارې شي. نو له دې مخې د پخلاینې خبرو د پایلو تر روښانیدو پورې باید د ولسمشر په کار باندي کار ونه لرل شي او باید په تمه شو چې ښآغلی غني په کومه لاره روان دی او د هیواد د راتلونکې لپاره څه په پام کې لري؟.

ټول په دې تمه دي چې ولسمشر یو بل نوښت رامڼځ ته کړي او په خبرو کې په بریالیتوب سره ځان او افغان حکومت واکسینه کړي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ښاغلي کرزي د ډلې د ګواښونو نښې نښانې هم لیدل شوې دي او د اجرایي ریاست د پخواني ولسمشر ډله د حکومت د ستونزو یوه برخه بولي.

په تیرو دیارلسو کلونو کې تجربو وښوده چې حکومتي چارواکیي یواځې په خبرو او د هیلو په رامنځ ته کولو کې بریالي دي. دا هیله مندی اوس د ولسمشر غني له لوري د دولت له وسله والو مخالفینو سره د پخلاینې د خبرو له کبله ډيرې شوي ځرنګه چې دوه کاله وړاندې له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک په هکله د څرګندونو پر مهال رامنځ ته شوې وې. دا هغه هیله مندی دي چې تر دوه دریو کلونو او په دې موده کې د خلو د بوختیا په موخه رامنځ ته کیږي دوه کاله وړاندې ویل کیدل که چیرې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک شي او افغان حکومت د امریکا دې غوښتنې ته سر کیږدي نو په افغانستان کې به سوله او امنیت رامنځ ته شي او افغانان به وکولای شي د سولې په فضا کې خپل ژوند ته دوام ورکړي او په دې سره به د نظام د ساتلو تضمین وشي. هغه څه چې د افغان حکومت پلاوې مخکې له دې ولسي جرګې ته راوړل څو ټکي یي ومنل شول خو له دې منل کیدو وروسته یي یو شمیر استازو په مخالفت لاس پورې کړ او کار دې ځای ته ورسید چې ښآغلي کرزي ددې تړون له لاسلیکه ډډه وکړه او ویي نغوښتل ترڅو دا تړون لاسلیک کړي.

له طالبانو سره خبرې چې د اسلام اباد او چین له شنه څراغ سره مل دي کیدای شي هماغه لنډ مهاله خوښي او هیله مندي وي چې کولای شي یواځې تر دوه کلونو د خلکو لپاره د هیلو وړ وي.

افغان حکومت د اسلام آباد او چین په ژمنو سره چې د هیواد راتلونکې له سولې سره مخ کولای شي هیله مند شوی خو په راتلونکې کې د جګړې د مخینوي څه تضمین شتون لري، په داسې حال کې چې ډګر ته به د طالبانو په پرتله پرمختللې په ښو وسلو سنبال او د استخباراتو له مخې تکړه ډلې لکه داعش ډګر ته را ودانګي او دا ډله په ډيره ښه توګه کولای شي هغه ناراضي طالبانو له خپلو لیکو سره یوځای کړي.

د ډیرو هیله مندیو سره دا شونې ده چې اویا سلنه طالبانو له دولت سره یوځای شي او ولسمشر د ستونزو د هواری او د نظام په دوام سره کیدای شي وشي کولای د خپل حکومت په دوره کې لږ راحته نفس وباسي خو که له دې دورې او په دې څلور کلن پړاو کې نوي ناراضي طالبان ځواکمن شي او د راتلونکې حکومت لپاره د پزې په ویښته واوړي نو څوک به ځواب ویونکي وي؟

له طالبانو سره د پخلاینې خبرې دوه ستونزې لري او دا ددوه ستونزې په ډې لاره کې له لویو خنډونو څخه شمیرل کیږي. لومړی دا چې ولسمشر غني پر ټولو طالبانو د پاکستان د استخباراتو او پوځیانو ټاپه لګولې او دایي منلې که چیرې پاکستان وغواړي ټول وسله وال طالبانو د خبرو میز ته اړ کولای شي او که چیرې دا هیواد له افغان مخالفینو له ملاتړه لاس واخلي دوی د حکومت مخالفت ته دوام نشي ورکولای. ولسمشر حتی له سیمې وتلي کړی او هیوادونه د طالبانو له مسلې څخه بهر ایستلي دي او په دې برخه کې دوی ته تر ډیره اهمیت نه دی ورکړی او ټول مسایل یي چین هیواد ته سپارلي دي

دولسمشری مانی په آند له دې وروسته به پاکستان هیڅ کله له طالبانو ملاتړ ونکړي او یا له اسلام آباد سره ددې ډلې د اړیکو پریکیدل به دډې لامل نشي ترڅو دا وسله وال د هغه لویو او ځواکمنو هیوادونو د ملاتړ په تر لاسه کولو کې چې د منځني ختیځ ټوله سیمه یي په اور کې وسوځوله بریالي نشي. پرټولو وسله والو د پاکستان د ټاپې لګول ددوی کمزورتیا ښيي ولي د بین الافغاني خبرو ادعا پلې نه شوه؟ افغان حکومت تل د بین الافغاني خبرو او د افغانستان د ضمانت له مخې د پخلاینې پر خبرو ټینګار کړی دی او ددې خبرو څخه په پراخه توګه ملاتړ کیده. خو دا خبرې د چینایي او پاکستانی ټولنو تر اغیزې لاندې تر سره کیدای نه شي او دا شونې نه ده چې د افغانستان په دودیزه ټولنه کې ددې هوکړې د پلي کیدو ضمانت وشي.

حکومتي پلاوي حتی ونشو کولای دا خبرې په افغاسنتنا کې تر سره کړي او د خبرو د آدرس یا پتې تر لاسه کولو لپاره له اسلام اباد او چین سره اړیکه نیسي. دا هم شونې ده چې د خبرو پلاوي له سیمه ایزو جګرو سره خبرې کړې وي او په دې آند وي چې یواځې له طالبانو سره یي خبرې کړي دي. حکومت له ژمنو سره چې د پخلایني د خبرو او بهرني سیاست په هکله یي کړې له دیپلومات پرته دیپلوماسي لر ي او تر ډیره پاملرنه یي په دې ده چې کومه قومي ډله او کوم قومي مخور او یا هم د جندر په برخه کې کومه میرمن کولای شي په دې خبرو کې ونډه واخلي. دا روښانه خبره ده چې له دیپلومات پرته دا دیپلوماسي د پاکستان او نورو هیوادونو پر وړاندې د ویلو لپاره څه نه شي درلودلی.

د کمزورتیا دوهم ټکی دادی چې له اوسنیو حالاتو تیښته او د طالبانو جوړښت ته ډیره پاملرنه ده. حکومت له ننه طالبانو ته نه ګوري ترڅو د هرې ډلې لپاره دددوی د انګیز و له مخې نسخه ورکړي. پآکستان پلوي طالبان ایدیولوژیکي طالابان ملي پاله طالبان   د ملامنصور پلوي طالبان بیلا بیلې ډلې دي او حکومت دې ټولو ته په یوه سترګه ګوري.

حکومت دا له هیره ایستلې چې طالبانو یوه منظمه لیکه نلري چې د یوه کس تر امر لاندې وي بلکې دا هغه کسان دي چې هره ډله یي ځانته موخې او اهداف لري په دې ډله کې نورې ډلې شتون لري او حتی داسې ریپوټونه هم خپآره شوي چې ددې ډلې مشران په خپل منځیو اختلافاتو کې د یوه بل له لوري وژل شوي دي او هغه ډله چې ملا محمد عمر آخند ته وفاداره ده په دې پوهیږي او د پخلاینې خبرو په اوسني بهیر باور او اعتبار نلري. حتی تر دې چې د طالبانو له ننه څخه د محاذ فدایانو په نامه یوې ډلې د شتون اعلان وکړاو دا یي وویل چې دوه کاله مخکې ملا محمد عمر د ددې ډلې د مشرانو ملا منصور او مولوی ګل آغا له لوري ووژل شول او طالبانو هم د هغه اختلافاتو له امله چې له ملا منصور سره یي لرل تر دی یي تر فشار لاندې راوستلی وو چې له ملا محمد عمر سره یي لیدنې ته لاره نه هواروي او نغواړي ترځو ددې ډلې قومندانان له خپل مشر سره وګوري.

همدي ټکیو ته په کتو سره افغان حکومت له کوم پلان پرته او د هیله مندیو له مخې یوې غیر متخصصې لړی ته چې نوم یي د پخلاینې خبرو بهیر ایښودل شوی ور ننوتی دی او کیدای شي خپلو هیلو ته چې په هکله یي ډير شعارونه هم ورکړي هیڅ کله ونه رسیږي. په دې هکله تر لاسه شوې پآیله همدا دوه کاله مخکې تر لاسه شوې چې د ښآغلي کرزي د واکمنی پر مهال د پخلایني پلاوې په لوړې ادعا سره خپله دیپلوماسي او حکومت ناکامه کړ او له دې خبرو او تړون لیکونو له لاسلیک څخه ا فغانستان هیڅ کله ګټه تر لاسه نشوی کړی همغه پلاوي چې دوه کاله وړاندې له دیپلوماسیه علمي او اکادمیک تړون څخه دفاع کوله اوس پښیمانه دي او اوس د پخواني ولسمشر ترڅنګ ولاړ دي او حتی پر خپلو کړنو نیوکه او شکایت کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *