د امریکا بهرنیو چارو وزیر ته د ظریف ځواب

د ایران دولتي چارواکي د سپاه پاسدارانو او پوځ سره ګډ سیاست پلی کوي

د ایران بهرنیو چارو وزیر خپل امریکایي سیال ته ویلي: خپلې تیرې تیروتنې بیا مه تکراروی، د ایران دولتي چارواکي د سپاه پاسدارانو او پوځ سره په ګډه یو سیاست پلی کوي، د پوځيانو او ملکیانو ترمنځ هیڅ ډول توپیر شتون نلري.

د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف، دخپل امریکایي سیال د څرګندونو پر وړاندې، د خپلو خبرو په لړ کې چې د بهرنیو اړیکو شورا په ناسته کې یې کولې وویل: د ایران ولس په کراتو د کرې د څرګندونو په څیر تش ګواښونه چې د ایرانیانو او د ایران د ولس پر وړاندې تر سره کیږي، اوریدلې دي. نو ښه به دا وي چې امریکایان خپل پخوانی دریځ له هیره وباسي او ددې ستر ولس پروړاندې د بندیزونه د تل لپاره څنډې ته کړي.

ده ویلي: د اسلامي جمهوریت سیاست، له امریکا او د سیمې په هلکه روښانه دی او دولتي چارواکي د سپا پاسدرانو او پوځ سره په ګډه، په بیلا بیلو برخو کې د مشرتابه د سپارښتنو له مخې ګډ سیاست پلی کوي، د پوځیان او ملکیانو ترمنځ هیڅ ډول توپیر شتون نلري او هغه هڅې چې د ایران ولس د مشرانو ترمنځ اختلافات رامنځ ته کوي له ناکامۍ سره به مخ شي، امریکایي چارواکیو چې ددې ساختګي دسته بندیو نتیجه لیدلي ښه به داوي چې خپلې تیرې تیروتنې بیا ځلې نکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *