په ترکیه کې ۶۰۰ تنه په ترهګرۍ شکمن کسان نيول شوي دي

د ترکيي پوليسو ۶۰۰ تنه نيولې دي . پر دوی په ترهګرۍ سازمانونو کې د فعاليت شک راځي. دامطلب د شنبه په ورځ په انقره کې د ترکيي صدراعظم احمد داود اوغلو څر ګند کړی دي.

تر دې مخکې د جمعي په ورځ د حکومت د رسمي اعلاميي له مخې ددعه هېواد امنيتي ځواکونو د «اسلامي دولت »، د کردستان کارګري ګوند (ر پ ک) او د خلګو د خپلواکۍ انقلابي ګوند ، چې فعاليتونه يي د هېواد ملي امنيت ته ګواښونه رامنځته کوي، پر ضد په پراخه کچه پوځي عمليات پيل کړل.

« دم ګړۍ د هيواد په ۲۲ ولايتونو کې عمليات دوام لري. ۵۹۰ تنه نيول شوي دي، چې دترهګرۍ فعاليتونو شک پرې راخي او د هيواد ملي امنيت ته ګواښ رامنځته کوي. » دامطلب صدراعظم څر ګند کړ.

په ترکيه کې وضعيت وروسته له هغه کړ کيچن شو چې په تيرو څو ورځو کې «اسلامي دولت» د سوريي سره په پوله (سورووچ) کې ترهګرۍ حمله وشوه او ددې ترڅنګ دهېواد په سهيل ختيځ کې يو شمير پوليسان ووژل شول. ددغو بريدونو مسئوليت د کردستان کارګري ګوند (ر پ ک) په غاړه واخست.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *