په يمن کې د سعودي عربستان په بمبارۍ کې ۱۲۰ تنه وژل شوي دي
په يمن کې د سعودي عربستان په بمبارۍ کې ۱۲۰ تنه وژل شوي دي
لږ تر لږه ۱۲۰ تنه هغه وخت ووژل شول، او ۱۵۰ تنه نور ټپیان شول، چې د سعودي عربستان په مشري ائيتلافي هوايي الوتکو د يمن تعز ولايت د استوګنې په سيمه کې بمبارۍ وکړي. دامطلب اسوشيتيد پرس اژانس د طبي سر چينو، ملي امنيت دارګانونو او عیني شاهدانو له قوله ور کړی دي.
ائيتلافي هوآيي ځواکونو د جمعي په ماښام د المخا
ښار په ګڼ ميشته سېمه کې هوايي ګوزارونه تر سره کړي دي، چې په پائيله کې زیات کورونه ويجاړ شوي دي. د تازه معلوماتو له مخې په سيمه کې اور بليږي. وژل شوي کسان ، چې ښځې ،ماشومان او زاړه خلګ دي، داور په لمبو کې سوځي. ټپيان خايي روغتونونوته ليږدول شوي دي.