پاکستان وایي، دافغانانو د سولې خبرې بیا په اسلام اباد کې کیږي

پاکستان وایي د سولې دخبرو دوهم پړاو بله اونۍ په اسلام اباد کې ترسره کیږي، خو افغان حکومت وایي لا هم په دې باب پریکړه نه ده شوې.پاکستان وایي د سولې دخبرو دوهم پړاو بله اونۍ په اسلام اباد کې ترسره کیږي، خو افغان حکومت وایي لا هم په دې باب پریکړه نه ده شوې.

د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو د دوهم پړاو د ځای په هکله د کابل او اسلام اباد ترمنځ لا هم د نظر یووالی نشته، پاکستان غواړي چې د چین پرځای د سولې دا خبرې په اسلام اباد کې ترسره شي.

د پنجشنبې په ورځ افغان حکومت ته یوې نږدې باوري منبع چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، امریکا غږ ته په ټینګار وویل چې د افغان حکومت او طالبانود استازو ترمنځ د خبرو دوهم پړاوغونډه به رارونې پنجشنبې په ورځ د چین د اورمچي په ښار کې جوړه شي.

خو نن په اسلام اباد کې د پاکستان پوځ ته یوې نږدې باوري منبع وویل چې ټاکل شوې د خبرو دوهم پړاوغونډې به د تیرځل په څیر بیا هم بله اونۍ په پاکستان کې جوړي شي.

دغه منبع تور ولګوه چې د افغان حکومت په دننه کې ځیني کړۍ دا هڅه کوي چې د سولې خبرې د پاکستان بهر ترسره شي او په دې توګه د سولې د خبرو چاپیریال تر اغیز لاندې راولي.

د پاکستان پوځ ته نږدې دغې منبع وویل چې د سولې د دوهم پړاو خبرې به بیا هم اسلام اباد سره نږدې د مري په ښارکې د جولای په ۳۱ ورځ وشي.

دغه چارواکي ویلي چې د جمهوررئیس غني حکومت په پاکستان کې د سولې د خبرو د دوهم پړاو په ترسره کیدو سره کوم اعتراض نه لري خو دغه چارواکي د ادعا له مخې په افغان حکومت کې ځیني کړۍ په پاکستان کې د سولې د خبرو د ترسره کیدو سره مخالفت کوي.

هغه د دغو کړیو نوم وانخیست.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي امریکا غږ ته وویل چې لاهم افغان حکومت او د پاکستان حکومت د سولې د خبرو د ځای او د هئیت د ترکیب په سر خبرې کوي.

افغان حکومت ته نږدې منابعو امریکا غږ ته ویلي چې د سولې د دوهم پړاو په خبرو کې به د افغان حکومت له اړخه یوه ښځه هم برخه واخلي.

د مري په خبرو کې چې مشري یې د سولې د عالي شورا د یو چارواکي حاجي دین محمد په غاړه وه، د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي، د پروان والي انجنیر محمد عاصم، محمد ناطقي، فیض الله ذکي او اسدالله سعادتي برخه لرله.

د طالبانویو پخوانی چارواکي مولوي سید اکبر آغا امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې، دا ځل د طالبانوله خوا سولې د خبرو د پلاوي د ټاکلو او خبرو واک د طالبانو د قطر دفتر ته ورکړل شوی دی.

مولوي سید اکبر آغا وویل” ما چې دوه شپې مخکې د قطر له چا سره خبره کړې ده، هغوی وویل خبره مونږ ته سپارل شوې ده.”

مولوي سید اکبر آغا وايي، د طالبانو له اړخه به سید طیب آغا، مولوي شهاب دلاور او مولوي شیرمحمد عباس ستانکزی به پدغو مذاکراتو کې برخه واخلي.

مولوي سید اکبر آغا دا هم وايي، چې د طالبانو له لورې به لوړ پوړی پلاوی وي او د کوټې د شورا غړي به هم پکې شتون ولري.

د دوهم پړاو خبرو بحث

حاجي دین محمد وايي دا ځل خبرې به سختې وي او مهم مسائل به پکې مطرح شي. ده وویل چې د حقاني شبکې مهم غړي به هم پدغو خبرو کې د طالبانو له زیاترو استازو سره برخه ولري.

ددې ترڅنګ د طالبانو پخوانی غړی مولوي سید اکبر آغا بیا وايي، د طالبانو له خوا دا غوښتنه چې بهرني ځواکونه دې ووځي بیا به مطرح شي.

افغان لوری وايي، په هغه لمړیتوبونو به خبرې وشي، چې په مري کې د مذاکراتو لپاره تیار شوی دی.

په لومړي ځل افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره د جولای د روانې میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته څېرمه د مري په ښار کې مخامخ څلور ساعته خبرې وکړې، دا مذاکرات د پاکستان په کوربه توب ترسره شوي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *