ترکيې په سوریه کې پر “داعش” بمبار کړی

تریکې د امریکا جنګي الوتکو ته اجازه ورکړې ده، چې له سوریې سره پر پوله د ترکیې له انجرلیک هوايي اډې نه پر “اسلامي دولت” ډلې د بمباریو او بریدونو لپاره ګټه واخلي

د ترکیې دولتي تلوېزیون ویلي، ددغه هېواد ایف ۱۶ جنګي الوتکو پرته له دې چې د سوریې هوايي حریم ته ننوځي، په سوریه کې د “اسلامي دولت” ډلې پر څلورو ځایونو بمبارۍ کړې دي.

د ترکیې ټي آر ټي تلوېزیون ویلي، درو ایف ۱۶ جنګي الوتکو د سوریې د ننه بمباري کړې ده.

دغه چورلکې د ترکیې له سوېل ختیځې دیار بکر هوايي اډې نه پورته شوې او د حلب ښار ته څېرمه یې د “اسلامي دولت” ډلې اهداف په نښه کړي دي.

دا بریدونه وروسته تر هغه شوي، چې په وروستیو کې د سوریې او ترکیې ترمنځ ترینګلتیا ډېره شوې ده.

ترکیې د امریکا جنګي الوتکو ته اجازه ورکړې ده، چې له سوریې سره پر پوله د ترکیې له انجرلیک هوايي اډې نه پر “اسلامي دولت” ډلې د بمباریو او بریدونو لپاره ګټه واخلي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ ترکي ځواکونو په سوریه کې وروسته تر هغه جګړه وکړه، چې له سوریې ته په یوه برید کې یو ترکی پوځي ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.

ترکي ځواکونو هم ډزې وکړې، چې د ترکي پوځ په وینا یو وسله وال پکې ووژل شو.

اټکل دی چې زرګونه بهرنیان د ترکیې له لارې سوریې ته د سخت دریځو ډلو په لیکو کې د جنګېدو لپاره تللي دي.

د جمعې په ورځ (جولای ۲۴) ترکي پولیسو وویل چې استانبول کې یې د عملیاتو پرمهال له “اسلامي دولت” ډلې سره د تړاو په شک یو شمېر کسان او ترکي سخت دریځي نیولي دي.

د تېرې دوشنبې په ورځ د ترکیې سوېل سوروچ ښار کې چې تر ډېره پکې ترکان مېشت دي او له سوریې سره پر پوله پروت دی، یوه ځانمرګي برید لږترلږه ۳۰ کسان ووژل او تر سلو ډېر نور یې ټپیان کړل.

دغه برید په ترکیه کې سخته غوسه وپاروله چې د حکومت پرضد لاریونونه هم وشول، او پر دولت نیوکه دا وه چې د “اسلامي دولت” پر وړاندې مبارزه کې جدي نه دی.

شاید همدا لامل وي چې د ترکیې امنیتي غونډه کې د دغې ډلې پرضد د بریدونو پرېکړه شوې وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *