امریکا کې ۲ کسان په ډزو وژل شوي دي

دغه پېښه له هغه څو ساعته وروسته وشوه، چې د متحدو ایالتونو ولسمشر باراک اوباما وویل، د ولسمشر په توګه یې تر ټولو لویه ناکامي د وسلو د ملکیت د قانون به بدلولو کې پاتې را تلل دي

د امریکا په لوزیانا ایالت کې ۲ کسان په ‌‌‌ډزو وژل شوي.

د امریکايي چاروکو په وینا، د لوزیانا ایالت په سویل کې یوې سینما کې د وسله لرونکي کس لخوا دوه کسه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د رپوټونو پر بنسټ برید کوونکي وروسته خپل ځان هم وژلی دی. پولیسو د برید کوونکي په اړه لنډه معلومات ور کړل چې وايي، وسله لرونکی ۵۸ کلن سپین پوستی کس دی.

عیني شاهدانو دا هم ویلي، چې وسله لرونکی کس تر ۲۰ دقیقو پورې د لافایت ښار په سینما کې په ډزو بوخت و.

د لافایت ښار د پولیسو مشر جیم کرفت هم ویلي، چې د دغو ډزو په پایله کې ۷ کسان ټپیان شوي چې وايي د درملنې لپاره روغتون ته استول شوي دي.

ښاغلی کرفت وايي، چې برید کوونکي پخوانۍ جرمي سابقه هم لرله او پولیس یې په اړه معلومات لري. ویل کېږي چې د ‌ډزو پر مهال شاوخوا ۱۰۰ کسه د سینما په ودانۍ کې موجود وو.

دغه پېښه له هغه څو ساعته وروسته وشوه، چې د متحدو ایالتونو ولسمشر باراک اوباما وویل، د ولسمشر په توګه یې تر ټولو لویه ناکامي د وسلو د ملکیت د قانون به بدلولو کې پاتې را تلل دي.

د امریکا ولسمشر ژمنه وکړه، چې د دغو حالاتو د ښه کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *