افغانستان په یواځې ځان د څو هیوادونو جګړه پر مخ وړي

   د ملګرو ملتونو استازي له نورو هېوادونو نه وغوښتل چې په افغانستان کې د روانې جګړې په مهارولو کې مرسته وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نیکولاس هیسم ویلي، چې افغانان په خپله خاوره کې د څو هېوادونو پر ځای په یواځې ځان له ترهګرۍ سره جګړه کوي.

ښاغلی هایسم چې د پنجشنبې په ورځ (جولای په ۲۳مه) د فاریاب ولایت د بیارغونې، اقتصادي او امنیتي حالت د څېړلو لپاره دغه ولایت ته تللی و، وویل چې افغانستان یواځې په ناعادلانه جنګ کې پاتې دی.

هغه په دغه ناسته کې د فاریاب له لوړ پوړو چارواکو ته وویل، چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه په دغه هېواد کې د ناامنۍ د راپيدا کولو پر اجنډا باندې کار کوي. هایسم اندېښنه وښودله، چې د دغه جنګ له پراخېدلو سره به نورو هېوادونو ته هم خطر پېښ شي.

د ملګرو ملتونو استازي له نورو هېوادونو نه وغوښتل چې په افغانستان کې د روانې جګړې په مهارولو کې مرسته وکړي.

هیسم زیاته کړه، پره یوه داسې طرحه کار کوي، چې له مخې یې باید د سیمې هېوادونه د امنیتي حالت په ښه کېدلو کې مرسته وکړي.

هیسم د فاریاب له سیمه ییزو مسولینو سره د بندو دروازو تر شا له څو ساعته خبرو وروسته وویل، چې د امنیتي، بیارغونې او اقتصادي برخو کې یې ستونزې له ځان سره واخیستلې او ډېر ژر به یې د ملګرو ملتونو مرکزي مسولینو سره شریکې کړي.

په ورته وخت کې د فاریاب ولایت مرستیال او ځایناستي والي عبدالستار بارز وویل، چې سیمه ییز ادارې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ته خپلې ستونزې واورولې او هغه وعده ورکړه، چې د حل لپاره به یې لازم ګامونه اخلي.

له بل لوري په ولسي جرګه کې د دغه ولایت وکیل نقیب الله فایق په غونډه کې وویل، چې بې وزلي او د حکومت او نړیوالې ټولنه نه پاملرنه د فاریاب عمده ستونزې دي.

هغه وویل، چې وروستیو ناامنیو په دغه ولایت کې په زرګونو کورنۍ له کورنو بې ځایه کړي دي. د فایق په خبره، کورنیو او نړیوالو مرستندویانو د جنګونو له امله له بې کوره شویو وګړو سره هیڅ ډول مرسته نه ده کړې.

د فاریاب ولایت د وروستیو دوو اونیو ناامنۍ د دې لامل شوې، چې لوړپوړي امنیتي ځواکونه ورشي.

ټاکل شوې، چې ده ډېر ژر به عبدالرشید دوستم به د امنیتي مسولینو په ګډون د هېواد په شمالي برخو کې د مخالفینو د ځپلو لپاره پراخ عملیات پيل کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *