چين او پاکستان د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې ضمانت ته چمتو دي
چين او پاکستان د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې ضمانت ته چمتو دي
يوه پاکستاني چارواکي چي په اسلامي آباد کي يې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په خبرو کي گډون کړی وو په دي هکله ډاډ ورکړی دی
د رارسیدلو ریپوټونو له مخې یوه پاکستاني چارواکي چې نه یي د غوښتي نوم یې واخستل شي ویلي: مونږ په دې برخه کې تر ډیره هڅه کوو او حتی دې ته چمتو یو تر څو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د هر ډول هوکړې ضمانت وکړو.
پاکستان په دې وروستیو کې د لومړي ځل لپاره د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمڼځ د خبرو کوربه وو. په دې خبرو کې د پاکستان، چین او امریکا استازو هم ګډون کړی وو.
د اسلام آباد په ناسته کې افغان ا ستازو له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه خو ویل کیږي چې طالبانو د خپلو سیالانو دا غوښتنه منله خو په دې شرط چې پاکستان او چین په افغانستان کې د ریښتیني ملي یوالي حکومت د ر امنخ ته کولو تضمین وکړي.
یوه چیني چارواکي هم ویلي که چیرې ټولې برخې هوکړه وکړي پکن به یو شمیر ضمانتونه پر غاړه واخلي.
ټاکل شوې د افغان حکومت او وسله والو ترمنځ د خبرو دوهم پړاو د روانې زیږدېزې میاشتې په وروستیو کې تر سره شي ویل کیږي چې په راتلونکې ناسته کې به د افغان حکومت له لوري د بهرنیو چارو وزیر ګډون وکړي.