په عراق کي د کورنيو کډوالو شميره له دريو ميليونو سلو زرو کسانو اوښتې ده دا کسان په دي هيواد کي دجگړو له امله کډوالی ته اړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو ویاند فرحان الحق د ورځینې کنفرانس پر مهال د خپلو خبرو په لړ کې وویل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کونکې اداري دوی ته ویلي، چې یواځې په الانبار ولایت کې د نښتو له امله د اپریل میاشتې راهیسې د درې سوه زره کسان کډوال شوي دي. مخکې له دې د الانبار ولایت ځینې سیمې د داعش په واک کې وې.

د ملګرو ملتونو د بشری مرستو ادارې له لوري د خپاره شوي ریپوټ له مخې، کډوال اوس مهال خوړو، اوبواو میشت ځای ته اړتیا لري. دوی ویلي دا کډوال له ډیریو ستونزو سره مخ دي او که چیرې دوی ته مرسته ونه رسول شي له سختو ناخوالو سره به مخ شي.

له دې سره ده ویلي د بشر دوستانه عملیاتو لپاره د بودیجې کچه په چټکی سره د کمښت په حال کې ده.

په عراق کې ا منیت د دوه زره څوارلسم کال وروسته له بد حالت سره مخ دی او په دې نیټه د عراق امنیتي ځواکونو او داعش وسله والو ترمنځ خونړۍ نښتې رامنځ ته او پیل شوې دي. د عراق لپاره د ملګرو ملتونو د ملتیا ادارې تیره اونۍ اعلان وکړ چې په وروستیو میاشتو کې د جګړې له امله په عراق کې څوارلس زره نهه سوه اوه څلویښت ملکي کسان وژل شوي او نهه ویشت زره یو سل نهه اتیا نور ټپیان دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *