د قران کريم پر يوشمير پاڼو د ځیړنې له مخي داسي ښکاري چي د دي قران کريم قدامت 1370 کلونو ته رسيږي
د بير منگهام پوهنتون ويلي د قران کريم پر يوشمير پاڼو د ځیړنې له مخي داسي ښکاري چي د دي قران کريم قدامت ۱۳۷۰ کلونو ته رسيږي او کيداي شي تر ټولو پخوانی قران کريم وي
د نړیوالو رسنیو دریپوټونو له مخې ددې قران کریم پاڼې له سلو کلونو راهیسې له کومې څیړنې پرته په کتابتون کې ساتل کیدې ترهغې چې د دوکترا یوه محصل پر دې پاڼو د څیړنې پریکړه وکړه او د لا ډیرو مالوماتو له مخې یې د آکسفورد پوهنتون لرغونې پیژندنې ځانګې ته استولی دی خو پایله یي ده او دې پوهنتون ته له تمې پرته وه.
تر سره شوې څیړنې د تاریخ لمن ټاکي او په ډیرې شتونتیا سره پنځه نوي سلنه یي دا ښودلې چې ددې قران کریم قدامت چې پر پوست لیکل شوی د پنځه سوه اته شپیتم او شپږ سوه پنځه څلویښتمو کلونو ترمنخ وخت ته ورګرځي حضرت نبي کریم ص په پنځه سوه اویام کال کې نړۍ ته سترګې پرانستلېاو په شپږ سوه اوه شپیتم زیږدیز کال یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
د بیر منګهام پوهنتون په کتابتون کې د قران کریم دا پاڼې په حجازي لیک لیکل شوې چې په عربي ژبله لومړنیو لیکونو ته ورګرځي.
د بریتانیا د کتابتونونو او خطي متونو مسول ویلي که چیرې دا قران کریم د نبي کریم ص په وخت کې نه وي لیکل شوی خو قدامت یي د اسلام دریو خلفاوو ته ورګرځي ددې کتاب پانې له ډیر ښه والي برخمنې دي او حتی اوس مهال هم کیدای شي حروف په ښه ډول سره ولوستل شي.