سوریه کې امریکا د خراسان ډلې مشر ”وژلی”

په کویت کې زیږېدلی الفضلي له القاعدې شبکې سره د تړلې خراسان په نوم ډلې مشر ګڼل کېږي.

د امریکا پوځ وايي، د خراسان په نوم د القاعدې شبکې د یوې ډلې کویتی مشر محسن الفضلي د امریکا په یوه هوايي برید کې سوریه کې وژل شوی دی.

د امریکا د دفاع وزارت ”پنتاګون” ویاند ویلي، الفضلي د روانې جولای میاشتې پر ۸مه د سوریې سرمدار ته څېرمه په یوه موټر کې د سفر پرمهال په نښه شوی دی.

د امریکا د سمندري ځواکونو کیپټان جف ډیویس په یوه ویناپانه کې ویلي، الفضلي د القاعدې شبکې یو د ګوتو په شمېر له هغو مشرانو و، چې د سپتمبر د ۱۱ د بریدونو په اړه له بریدونو مخکې خبر و.

ویل کېږي پر هغه په تېر سپتمبر کې هم برید شوی و.

ځینې رپوټونه وايي الفضلي د سوریې په حلب ښار کې وژل شوی .

د خراسان ډله په تېر سپتمبر کې هغه مهال مشهوره شوه، چې امریکايي پوځ اعلان وکړ ددغې ډلې پر ځینو بنسټونو یې بریدونه کړي دي.

ویل کېږي دغه ډله د القاعدې شبکې له هغو غړو جوړه شوې ده، چې وړاندې په افغانستان او پاکستان کې جنګېدلي دي.

امریکايي چارواکو ویلي، دغې ډلې د القاعدې شبکې اوسنی مشر ایمن الظواهري سوریې ته استولی چې هلته د لوېدیځ پاسپورټ لرونکي جنګیالي بریدونو ته وګوماري.

اټکل دی چې دغه جنګیالي د نصرت جبهط په لیکو کې جنګېږي، چې دغه ډله په سوریه کې د القاعدې شبکې یوه څانګه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د الفضلي د وژلو او یا د هغه د ځای ځایګي معلومولو پر سر ۷ میلیون ډالر جایزه اعلان کړې وه.

ویل کېږي، الفضلي د القاعدې شبکې له خوا له پاکستان نه سوریې ته په لوېديځ کې د بریدونو د طراحۍ لپاره استول شوی و.

الفضلي د ۲۰۰۲ کال اکتوبر کې د کویت فیلکا ټاپو کې د امریکا پر سمندري ځواکونو او د فرانسې پر تېل لېږدوونکې بېړۍ (لیمبریج) بریدونو کې برخه لرله.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *