فاریاب کې د ځانمرګي برید قربانیان ۱۹ ته ورسیدل

په وروستیو کې د فاریاب امنیتي وضعیت خراب شوی دی

د افغانستان فاریاب المار ولسوالۍ کې ځانمرګي برید لږترلږه ۱۹ کسان وژلي او ۳۲ نور یې ټپیان کړي دي.

د المار ولسوالۍ د پولیسو د امنیت آمر بریالي بشریار پرواني بي بي سي ته وویل، برید د چارشنبې په ورځ غرمه مهال شاوخوا ۱۱ نیمې بجې د المار ولسوالۍ په بازار کې وشو.

د فاریاب د پولیسو ویاند سید معسود یعقوبي واييو په برید کې ۱۹ کسان وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي.

د المار ولسوال محمد صالح صالح د وژل شویو کسانو شمېر پنځلس ښودلی، چې وايي د ملي اردو یو سرتېري هم پکې دی او د اوو پولیسو، ملي اردو او د سرحدي پولیسو په ګډون تر دېرشو ډېر نور کسان ټپیان شوي دي.

بشریار پرواني وايي، د برید هدف پولیس و، خو د ده په وینا د لومړنیو رپوټونو له مخې، په ټپیانو کې ۳ یې پولیس دي، خو نوموړي ونه ویل، چې وژل شوي پولیس دي او که عام وګړي.

پرواني زیاتوي، برید کوونکی پلی روان، و چې د پولیسو له رارسېدو سره یې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچوول.

که څه هم تر اوسه ددغه برید پړه چا نه ده منلې، خو پرواني نېغ په نېغه د برید د پړې ګوته وسله والو طالبانو ته ونیوه.

طالبانو پر خپلې وېبپاڼې لیکلي، چې تېره شپه یې د فاریاب ولایت جمعه بازار ولسوالۍ د سرای قلعه یو قومندان حاجي اسلام الدین د طالبانو په یوه غلچکي برید کې سخت ژوبل شوی، خو طالبانو د ځانمرګي برید په اړه څه نه دي ویلي.

المار د فاریاب ولایت له هغو ناامنه ولسوالیو ګڼل کېږي، چې په وروستیو کې یې ځینې کلي د طالبانو لاسونو ته ولوېدل.

فاریاب په وروستیو کې تر ډېره ناامنه شوی، چې څه موده وړاندې یې ځینې ځینې د حکومت له کنټروله ووتلې.

ددغه ولایت المار او شیرین تګاب ولسوالۍ تر نورو هغو ډېرې ناامنه دي.

دا راپور شریک کړئ د شریکولو په اړه نور معلومات

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *