د یمن په پلازمینه صنعا کې دوه موټر بم چاودنو ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د عربستان ځواکونو دصنعا پر یوه بازار هوایي برید کړی

د یمن پلازمینه صنعا په هغه سیمه کې موتر بم دوه چاودنې رامنځ ته شوې کوم چې یو جومات، د حوثیانو د یوه مشر کور او یوه امنیتي پوسته پرته ده. د رارسیدلو ریپوټونو له مخې په دې چاودنو کې لس کسان وژل شوي اولس نور ټپیان دي. د داعش وسله والې ډلې ددې بریدونو مسولیت منلی دی.

بله خوا، د سعودي عربستان په مشری ایتلاف د صنعا پر یوه بازار هوایي برید کړی او ۵۰ هټۍ یې له منځه وړې دي. له دې سره په دې برید کې هم نهه کسان وژل شوي. عربي متحده اماراتو ویلی ددوی یو پوځي افسر د یمن په جګړه کې وژل شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *