د مشق غواړي د اور اسيا په اقتصادي اتحاديه کې غړيتوب تر لاسه کړي
د مشق غواړي د اور اسيا په اقتصادي اتحاديه کې غړيتوب تر لاسه کړي
د روسيي او سوريي مشران په دې اړه خبري کوي چې عربي جمهوريت هم د اور اسيا په اقتصادي ټولنه او په ازاده ګمرکي اتحاديه کې شامل شي. دامطلب د سوريي صدراعظم وائل ال خلقي څرګند کړی دي.
ال خلقي وائي « دروسيي لورې سره داور اسيا په اقتصادي ټولنه کې د يوځای کېدو او په ازاده ګمرکې اتحاديه کې دشاملېدو په اړه خبري اتري روانې دي. د ازمو ږ په ګټه او د دوستو هيوادونو سره د ښو اړيکو د ټينکولو په معنی دي» —
اقتصادي اتحاديه د ۲۰۱۵ کال د جنوري له لومړۍ نيټي څخه د اوراسيا په آډانه کې جوړه شوی ده.په دغه اتحاديه کې روسيه ، قزاقستان او بيلاروس ګډه کمرکې ساحه لري. ددغو درو هيوادونو تر څنګ ارمنستان هم په دغه اقتصادي اتحاديه کې غړيتوب لري او اوس قرغزستان هم غواړي ورسره يو ځای سي.