په کابل کې د ميدان وردګو ولايت د سولې شورا د غړي وژل کېدل
په کابل کې د ميدان وردګو ولايت د سولې شورا د غړي وژل کېدل
د ميدان وردګو ولايت د سولې شورا د ولايتي کمېـټې غړى مولوي صالح محمد هوتک تېره شپه میرویس میدان کمپنۍ ترمنځ په سمیه کې وژل شوی دی
د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوږياڼي ویلي: نامعلومو وسلوالو هغه مهال پر مولوي صالح محمد هوتک ډزې کړې چې هغه په جومات کې د ماخوستن تر لمانځه وروسته خپل کور ته روان و.
خوګياڼی زياتوي چې مولوي هوتک د ميدان وردګو ولايت د سولې د شورا د غړي ترڅنګ په ياده سيمه کې د جامع جومات ملا امام هم و.
خوګياڼی زياتوي چې د سيمې پوليسو په دې اړه پلـټنې پيل کړې، خو بريدګر د شپې له تيارې په استفادې په تېښته بريالي شوي دي.
تر اوسې کومې وسله والې ډلې د مولوي هوتک د وژلو مسئوليت پر غاړه نه دی اخيستی.