ننګرهار كې د خپلمنځي نښتو له كبله ۲۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار په چپرهار او اچین ولسوالیو کې د دولت د دوو مخالفو وسله والو ډلو په خپلمنځي نښتو کې ۲۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

چارواکي وايي، یادې نښتې پرون رامنځته شوې.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤل حضرت حسین مشرقیوال وویل، چې وسله والو د چپرهار په شولانې سیمه کې خپلمنځي نښته کړې، چې په پایله کې یې له دواړو لوریو ۹ کسان وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې د نښتې پرمهال ۱۱ وسله وال ټپيان شوي هم دي؛ خو د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه درلودل.

د یو بل خبر له مخې د دولت دوو مخالفو وسله والو ډلو د اچین ولسوالۍ په مامند درې سیمه کې هم خپلمنځي نښتې کړې دي.

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسؤل وايي، چې د یادې نښتې په ترڅ کې ۵ وسله وال وژل شوي دي.

که څه هم د ننګرهار د امنيې قومندانۍ یاد مسؤل د دغو وسله والو ډلو د هویت په اړه څه ونه ویل؛ خو تر دې وړاندې چارواکو په یادو سیمو کې د داعش او طالبانو د خپلمنځي نښتو خبر ورکړی دی.

تر اوسه د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې د دغو نښتو په تړاو څه نه دي ويلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *