د ايران د اتومي پروګرام پر سر موافقه وشوه

امريکا، بريتانيا، فرانسه، چين، روسيه او جرمني غواړي ډاډه شي چې ايران اتومي وسلې نه جوړوي، خو ايران وايي اتومي پروګرام يې سوله ييز دی

په ويانا کې چې د ايران د اتومي لانجې پر سر خبرې روانې دي لويديځ دپلوماتان وايي د تهران د اتومي پروګرام پر سر د ایران او ۵+۱ هېوادونو ترمنځ موافقه وشوه.

د دغې موافقې له مخې به پر ايران لګول شوي اقتصادي بنديزونه لرې کېږي او ايران به خپل اتومي فعاليت محدودي.

د ايران د اتومي پروګرام پر سر له تېرې يوې لسيزې راهيسې خبرې روانې دي، چې له تېر کال راهيسې د خبرو دا هڅې چټکې شوې دي.

وړاندې سپينه ماڼۍ ويلي و په ويانا کې د تهران د اتومي پروګرام پر سر د ايران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ خبرې يوې موافقې ته نژدې شوې، خو لا هم د بحث وړ ځيني ټکي پاتې دي.

امريکا، چين، بريتانيا، روسيه، فرانسه، جرمني او ايران په ويانا کې د ايران د لانجمن اتومي پروګرام پر سر په اوږدو بحثونو بوخت دي.

تمه ده چې پر ايران د نړیوالو اقتصادي بنديزونو له لرې کولو وروسته به په سملاسي ډول ايران خپل اتومي فعاليتونه کموي.

ټاکل شوې د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف او د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشره ګډ خبري کنفرانس ورکړي.

تېره ورځ په ويانا کې د ايران د اتومي لانجې د حل په تړاو يوې موافقې ته د رسېدو په برخه کې بېلابېلې انګېرنې ورکول کېدې.

تر دې وړاندې د ایران د بهرنيو چارو وزير ويلي و، چې تر سې شنبې وړاندې د ايران او شپږو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ کومه موافقه نه کېږي.

دپلوماتان وايي اوس د ايران يو شمېر لانجمنو موضوعاتو ته د حل لارو موندلو په هڅه کې دي.

ايران غواړي د ملګرو ملتونو له لوري پر دوی د وسلو د پېر او پلور بنديزونه لرې شي او د اتومي وسلو پروګرام يې قانوني بڼه غوره کړي.

بل خوا د سپينې ماڼۍ وياند ويلي چې خبرې د پرمختګ په حال کې دي، خو يوې موافقې ته رسېدو لپاره د بحث وړ ځيني ټکي پاتي دي.

د سپينې ماڼۍ وياند ويلي چې ايراني مشران بايد ځينې سختې پرېکړې وکړي.

امريکا، بريتانيا، فرانسه، چين، روسيه او جرمني غواړي ډاډه شي چې ايران اتومي وسلې نه جوړوي، خو ايران وايي اتومي پروګرام يې سوله ييز دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *