د یمن روغتیا وزارت له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کړې ده

د يمن روغتيا وزارت په دي هيواد کي د انساني ناورين د مخنيوي په موخه له نړيوالي ټولني د مرستي غوښتنه وکړه

دوي ويلي: د عربستان په مشرۍ د ايتلاف له لوري د بنديزونو له امله په ډيريو ولايتونو کي روغتيايي څانگې تړل شوې دي. همدارنگه له اوربند سره پر دې هيواد د ايتلاف هوايي بريدونه دوام لري

له یمن څخه د رارسیدلو ریپوټونو له مخې، د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف له لوري د یمن کلابندي ددې لامل شوې ترڅو ددې هیواد په لسو ولایتونو کې د روغتیایی توکیو د کمښت له امله ر وغتونونونه او روغتیایي مرکزونه وتړل شي. په دې سره ناروغان او ټپیان په خپل حال پریښودل شوي دي. دیمن روغتیا وزارت له نړیوالې تولنې د مرستې غوښتنه کړې ویلي یي دي: که چیرې دډې ستونزې د هواری لپاره کوتلي ګامونه پور ته نکړل شي په دې هیواد کې به انساني ناورین رامنځ ته شي. د روغتیایي مسولینو په وینا له ډې سره چې درې ورځې وړاندې په سیمه کې د اوربند اعلان وشو تر اوسه هیڅ ډول مرسته دوی ته نه ده رسیدلې په داسې حال کې چې د روغتونونو حالت ډير کړکیچن دی. په یمن کې د روغتونونو بیړنۍ ځانګې ځنډیدلې دي او بهرني ډاکتران هم له ډې هیواده وتلي دي.

بله خوا له دې سره چې په یمن کې له دریو ورځو راهیسې د اوربند اعلان شوی خو د سعودې عربستان په مشرۍ د ایتلاف له لوري هوایي بریدونه دوام لري

تیره ورخ په صناع کې د هوایي برید له امله لس ملکي کسان وژل شوي دي.

” اوربند دروغ دی دوی پر بیګناه یمنیانو کورنو او هټیو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی دوی ټول دروغ وایي هیڅ ډول اوربند شتون نلري.”

مخکې له دې هم د عربستان الوتکو په حضر موت ولایت کې د حوثیانو یو مرکز تر برید لاندی راوستلی وو چې له امله یي درې پنځوس سرتیري وژل شوي او له سلو ډیر نور ټپیان وو. د ایتلاف چاراکیو ویلی چې په ډې هکله یي پلټڼې پیل کړې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *