سره مخالفت ښودلی ویلي یي دي که چیرې یونا له دې حوزې ویستل شي اروپا په وروسته پاتې شي

له یونان سره د اروپایي ټولنې د مرستو دریمه کڅوړه درې پنځوس ملیارده پنځه سوه میلیونه یورو ده او پور ورکونکو ددې مرستې ورکولو پر وړاندې ځینې اقتصادي غوښتنې کړې دي د یونان د یونان او اروپایي هیوادونو ترمنځ له ډیرو خبرو وروسته هوکړې ته ورسیدل

داپه داسې حال کې ده چې مخکې له دې د يورو حوزي يو شمير هيوادونو ويلي وو: که چيري له يونان سره اوسنۍ خبرې بي پايلي پاي ته ورسيږي نو دا هيواد به د لنډې مودي لپاره له دې حوزي ويستل شي

له يونان سره د پور ورکولو دريم پړاو په هکله خبرې روانې دي او لومړي وزير يي ويلي، چي دوی د يورو له حوزي د وتلو غوښتونکي نه دي

د اروپا شورا ریس دونالدتسک ویلي: د یورو حوزې غړیو هیوادونو مشرانو د یو نان دولت ته د پور ورکولو دریمې کځورې په هکله هوکړه کړې ده دا هوکړه له پنځو میاشتو وروسته په داسې حال کې شوې چې د اروپایي ټولنې یو شمیر غړیو له یورو حوزې د یونان د ایستولو غوشتنه کری وه

د آلمان په ګډون د یورو حوزې یو شمیر هیوادونو یونان ته خبرداری ورکړی که چیرې د دواړو خواوو ترمنځ روانې خبرې بې پایلې پای ته ورسیږي نو یو نان به د لنډې مودې لپاره د یورو له حوزې ویستل شي.

یونان په دوه زره دوهم کال کې د یورو له حوزې سره یوځای شو او له کله چې دا حوزه په نولس سوه نهه نویم کې رامنځ ته شوې هیڅ یو غړی یې ترې وتلی نه دی.

بله خوا د فرانسې په ګډون یو شمیر د یورو حوزې غړیو هیوادونو د یونان له بیلتون لومړي وزیر هم ویلي له یورو حوزې د وتلو غوښتونکی نه دی بلکې غواړي له پور ورکونکو سره یوې هوکړې ته ورسیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *