د يمن په تازه نښتو كې ۳۵ كسان وژل شوي
د يمن په تازه نښتو كې ۳۵ كسان وژل شوي
په یمن کې د حوثي وسله والو او د منصور هادي پلویانو تر منځ تازه کې ۳۵ کسان وژل شوي دي.
د یمن د لرې کړای شوي جمهور رئيس منصور هادي د پلویانو خپور کړي بیان كې راغلي، چې دغه نښتې تېره ورځ ناوخته د راس عمران په سیمه کې را منځته شوې دي.
سرچينې دغه راز له سختو جګړو وروسته له حوثي وسله والو څخه د دغې سیمې د نیولو دعوه هم کړې ده.
د دوى په وينا، د نښتې په ترڅ کې دیرش حوثي وسله وال او پنځه حکومتي سرتیري وژل شوي دي.
دا تازه بریدونه او نښتې وروسته له هغې کیږي، چې دملګرو ملتونو د جمعې او شنبې په شپه له دواړو غاړو غوښتي وو، چې اوربند وكړي، خو دې اوربند يواځې څو ساعته دوام وكړ.
په یمن کې د زرګونه خلکو، چې په جګړو کې ګیر دي، وضیعت ورځ تر بلې خرابېږي او وېره شته، چې د خوراکي توکو د کمښت له كبله یوشمیر خلک د ولګې سره مخ شي.