مری؛ چې د اسلام آباد په ځنډه کې پرته ښکلې سیمه او د سړې هوا درلودنکې ده تیره اونۍ د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سوله ایزو خبرو کوربه وه په دې ناسته کې د چین او امریکا استازو هم دغونډې د څارونکو په ډول ګډون درلود په دې ناسته کې د جګړې د بندلو او له روژې وروسته د ورته ناستو په ترسره کولو خبرې شوې دي. ډیره موده تیره شوه تر څو طالبانو له افغان حکومت سره د پخلاینې خبرو ته غاړه کیښوده.

له دوه زره اوم کال راهیسې کله چې د پخلاینې مسله را وړاندې او په دوه زره نهم کال کې د پخوا په پرتله جدي او د جوړښت وړ شوه افغانستان د دې ډول ورځې په تمه وو اوس په اسلام اباد کې د خبرو میز پیچلی شوی او د افغان حکومت په آند د طالبانو نوی دریځ چې د پاکستانیانو او چینایانو په منځګړیتوب رامنځ ته شوی د هیلو رامنځ ته کونکی دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي له دې مخکې پاکستان تل له افغانستان سره په ناغیړی او دوه مخی تورن کړی ده پاکستان ته تر ډیره بې لاسته راوړنو سفرونه تر سره کړي حتی دوی یو خلې اعلان وکړ چې په افغانستان کې به سوله هغه مهال رامنځ ته شي کله چې امریکا او پاکستان وغواړي او په دې هکله هوکړه وکړي. اوس د پخواني ولسمشر دې څرګندونو هم رنګ خپل کړ خو البته دا ښاغلی غني دی چې اوږې پورته اچوي او د پخلاینې خبرو ته د لارې هوارول د خپل حکومت لس میاشتینی لاسته راوړنه بولي هغه لاسته راوړنه چې پخواني حکومت د اتو کلونو په لړ کې او په ډير لګښت سره تر لاسه نشو کړای ولسمشر غني دې خبرو پیلیدو لپاره لږ لګښت هم نه دی ورکړی او د خپل بهرني سیاست له ډیریو اړخونو اوښتی دی د ولسمشر غني لپاره چې په دننه کې ښه حالت نلري هره ورځ نوې نیوکې او نوې مخالفتونه ویني په هر صورت د اسلام آباد ناسته یوه لاسته راوړنه ده.

تر دې ځایه ولسمشر په خپل آند سره له پاکستان سره د بریا بریا لوبه پر مخ بیولې ده او دوی وکولای شول د اسلام آباد باور او اعتبار تر لاسه کړي. استدلال هم همدا دی چې افغان حکومت او وسله وال طالبان په هغه کچه وو چې یوه هم یوه بل ته ماته نشو ورکولای او سولې ته د رسیدو لپاره باید د پاکستان غوښتنې چې دطالبانو تر شا ولاړ وو منل شوې وی دا مداخلې په هیواد کې د هند له نفوسه نیولې د دیورند تر کرښې فهرست کیږي چ البته ښاغلي غني هم د دیورند کرښې په هکله پر خپلو مخکینیو څرګندونو ټینګار کړی دی ویلي یي دي چې په دې هکله پریکړه باید افغانان وکړي او په دې هکله دوی د مداخلې جرت نه لري.

په دې لید سره ولسمشر بریالی وو او که چیرې له طالبانو سره د پخلاینې خبرې کومې نتیجې ته سره ورسیږي ولسمشر به په دې توانیدلی وې چې تولې ستونزې له جرړو له منخه یوسې او دې شخړو ته د حل لاره را پیدا کړي. خو د پخلاینې خبرو بل اړخ دا برخه له ستونزو او خندونو سره مخ کوي دا مسله دا په داګه کوي چې افغانستان د پخلاینې له خبرو څه ګته اخستلی شي او پاکستان به څه تر لاسه کړي او امریکا به د افغانستان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د پخلاینې په خبرو کې څه رول ولوبوي ؟

لږ به په بیړه وي که په دې مسایلو تر ډیره خبرې وشي خو وړ اندیز وینې او د چارو کارپوهان په دې آند دي چې افغان لوری به د دیپلوماسۍ د ډګر بایلونکی وي.

دادملی یوالي حکومت د اعلان شوي سیاست پر خلاف ده. کله چې د ملي یوالي حکومت مشرانو د خپلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې له امریکا سره امینتي تړون لاسلیک کړ ددوی آند او فکر داوو چې د افغان لږ او د ملګري هیواد یعني امریکا لوی قدرت به په سیمه کې ځواک برابر او یو شانته کړي. که په ډاګه ووایو ددې تړون څه د ملاتړو کونکو استدلال داوو چې د دوه قدرتونو حاصل جمع به چی یی افغان او بل یي ا مریکا ته ده د افغانستان او پاکستان اړیکې به برابرې او یو شانته کړي او پاکستان ته به کوم باج ورنکړي له امریکا سره د امینتي تړون د لاسلیک کونکو توجیه همدا وه او دا به ویل کیدل چې امریکا سوله راولي او دا به اړتیا نه وي چې افغانستان پر امنیت ډير لګښت وکړي او یا د پاکستان پر وړاندې تسلیم شي. خو اوس لیدل کیږي چې حالات ډیر بدتره شوي دي نه یواځې چې له پاکستان ته سرد برابرښت کوم څرک نه لګي بلکې په سیمه کې د کابل قدرت ته ډیر زیان رسیدلی او امریکایانو هم د پآکستان ځای ځایګی منلی دی.

په دې سره امریکا په عملي توګه منلې چې پآکستان باید د ا فغانستان د ښو او بدو چارو مدیریت په لاس کې واخلي کله چې د امریکایی دیپلوماتانو تر څار لاندې د قطر دفتر پرانستل شو کومه نتیجه یي ور نکړه او دا ځل اسلام آباد په ښه موقف کې ولاړ دی او ددوی له پلانه واشنګټن هم ملاتړ کړی دی په دې مانان چې امریکا د افغاسنتان په هکله د پآکستان پلان ته غاړه ایښې ده او امریکا د چین تر ځنګ د اسلام آباد په غوڼده کې د څارونکي رول لوبولی دی ددې ناستو له مخې ښکاري چې د افغانستان په چارو کې پاکستان څومره دخیل دی په دې ناسته کې د آی ایس آی د څارونکو شمیره هم د طالبانو او هم د افغان حکومت له استازو لوړه وه.

د اسلام اباد د ناستې دوهم د کمزوری ټکی د طالباني پلاوې جوړښت دی طالبانو هر ځلې به ناستو او غونډو کې په دوه ټکو خبرې او ټینګار کوي.

لومړۍ داچې دې ډلې ته یواځې د قطر دفتر د منلو وړ دی او له دی لارې کولای شي خبرو ته دوام ورکړي او دوهم جوړښت دا وو چې دوی ویلي یواځې له امریکایانو سره خبرې کوي ځکه افغان حکومت صلاحیت نلري.

دوهم اصلي ټکی دادی چې اوس مهال په خبرو کې طالبان د پاکستان حکومت ته سپارل شوي دي طالبان د امریکا پر ځای د پخلاینې خبرو اصلي لوری دی او کیدای شي اسلام آباد له واشنګتنه مهم اختیارات تر لاس کړې وي د لومړي ټکي په هکله چې په دې ډلې تړاو لري له ډیریو شکونو او څرګندونو سره مخ دي ځینې کسان په دې آند دي: دې ته په کتو سره چې د اسلام آباد په ناسته کې د قطر دفتر هیڅ یو مسول یا چارواکی ګډون نلري په دې ډله کې د بیلتون ښکارندویي کوي او هغه ډله چې په پاکستان کې خبرې پر مخ بیایي د وسله والو طالبانو له یوې برخې استازیتوب کوي نه له ټولو وسله والو.

په اسلام آباد کې د طالبانو پلاوي په هکله اعلان وشو چې دوی د طالبانو د مشرتابه له لوري د خبرو پر مخ بیولو لپاره اعتبار لیک لري خو دا نه دي ویل شوي چې د طالبانو ترمڼځ دا اعتبار لیک د چا له لوري لاسلیک شوی دی آیا د طالبانو مشر ملا محمد عمر دا اعتبار لیک لاسلیک کړی که د مشرتابه شورا او یا هم د مولوی اختر چې په دې وروستیو کې ویل کیږي پاکستان ته ډیر نږدې شوی او له ملا محمد عمر سره اختلافات لري؟.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *