په ننګرهار کی ۴۶ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتی ده
په ننګرهار کی ۴۶ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتی ده
د افغانستان په ختیځ کی د ننګرهار په ولایت کی د بی پیلوټه الوتکی په بمباریو کی ۴۶ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتی ده.
په دی هکله په رسنیو کی د ننګرهار ولایت د امنیتی چارواکو په حواله ویل کیږی، چی د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالی د ششپری د دری په سیمه کی د ایتلافی ځواکونو بی پیلوټه الوتکی برید کړی او ۳۰ تنه مخالف وسله وال یی وژلی دی.
په خبر کی زیاته شوی، چی تیره ورځ د غرمی وروسته ایتلافی ځواکونو د وسله والو مخالفینو د وسلو او مهماتو په یو ډیپو هوایی برید وکړ چی په لړ کی یو زیکویک هم له منځه وړل شوی دی.
د ننګرهار د امنیه قوماندانی د رسنیز دفتر مشر حضرت حسین مشرقیوال په دی هکله زیاته کړه؛ تیره ورځ د غرمی وروسته په درینیمو بجو د اچین ولسوالی د مامند په سیمه کی د وسله والو مخالفینو تر منځ د خپلمنځی نښتو په پایله کی ۱۲ تنه وژل شوی او ۴ تنه نور مخالفین ټپیان شوی دی.
د ننګرهار د امنیه قوماندانی د رسنیز دفتر لخوا په دی هکله خبر کی دا هم زیاته شوی، چی په دغه برید کی ملکی وګړو ته کوم زیان اوښتی نه دی.