د اټومي پلان په هکله د ایران ۵+۱ یو هیوادونو ترمنځ د خبرو پایله

هغه خبرې چې د بشپړیدو نیټه یي د تیرې اونۍ سه شنبه په ورځ پای ته ورسیده درې ورځې نورې هم وغځول شوې او وروستی نیټه یي د جمعې ورځ اعلان شوه ایران او امریکا د تیرې اونۍ په ناستو کې خپلې ډيرې ستونزې هوارې کړې جان کري او ظریف دا دوه اونۍ په ویانا کې سره تیرې کړې د روسیې فرانسې آلمان چین او انګلستان بهرنیو چارو وزیرانو هم ویانا او د خپلو هیوادونو پلازمینو ته تګ راتګ کاوه ټولو دا هڅه کوله تر ځو د ایران اټومي پلان په هکله خبرې چې له دولسو کلونو راهیسې روانې دي وروستي کړي او په دې هکله یوه وروستی پریکړه وکړي. د ایراني لوري پلاوې او د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراق چي تیره اوني وویل: د وروستۍ هوکړې متن نږدې د پای ته رسیدو په حال کې دی او یواځې یو څو کرښې جې د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ډیرې ځیرکتیا ته اړتیا لري پاتې دي ده ویلي د بندیزونو ستونزه هم له پنخه نوي تر شپږ نوي سلنې هواره شوې ده او کیدای شي دوه کوچونی موضعګانې پاتې وي.

په ظاهرې توګه د بندیزونو د لري کولو په شمول په ټولو برخو هوکړه شوې ده خو په دې کې ایران غوښتې چې د بندیزونو په لغوه کیدو سره د پر وسلو بندیز هم لرې کړل شي پر ایران د وسلو بندیزونه د اټومي پلان ستونزې څخه ډیر مخکې لګیدلي او اوس یې پر دې خبرو بار ور ډیر شوی دی ایرانیان اوس غواړي چې دا بندیز هم لرې کړل شي.

داسې ښکارې چې د خبرو دا پړاو د ایران لپاره له اهمیته برخمن دی او دوی ته ډیر ارزښت لري ایرانیانو اعلان کړی چې پر وسلو بندیز لرې کول دوی ته تر ډیره ا همیت نلري خو دوی غواړي چې دا مسله هم له منځه لاړه شي. عراق چي د وسلو بندیزونو د لرې کولو په هکله ویلي: پر وسلو بندیزونه دوی ته تر ډیره اهمیت نلري خو دده په وینا د ایران فلسفه داده چې باید د بندیزونو نظام له منځه لاړ شي د ایران بهرنیو چارومرستیال وزیر ویلي دا هغه بندیزونه دي چې د علمیاتی او له اجرایي اړخه مونږ ته د پام وړ نه دي

ده ویلي هغه بندیز چې زمونږ لپاره یي ښه برکت درلود پر وسلو بندیز وو ځکه ددې بندیزونو له مځې زمونږ دفاع او د وسلو جوړولو صنعت د پام وړ پرمختګ وکړ ده زیاته کړې دا بندیز دوی ته ارزښتناکه نه دی خو باید ټولې هغه برخې لرې کړل شي کوم چې نوم یي بندیز دی او باید پر دوی د بندیز په نامه کوم شی شتون ونلري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *