په خوست ولایت کې د وژل شویو کسانو شمیره ۲۷ ته ورسیده

د افغانستان په سوېل ختیځ خوست ولایت کې سیمه ییزو چارواکو ویلي، د دې د خوست ښار لوېدیځ کې د چپمېن په نوم د امریکايي ځواکونو او سي آی اې مرکز ته څېرمه ځانمرګي برید د ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږه ۲۷ کسان وژلي دي.

برید د یکشنې په ورځ (د چنګاښ ۲۰) د روژه ماتي پرمهال خوست ښار ته د ننوتلو یا له ښاره د وتلو پرمهال د تلاشۍ پوسته کې، د زاړه هوايي ډګر ته څېرمه شوی.

د خوست د پولیسو مشر فیض الله غیرت ومنله،‌ چې په برید کې ۱‍۰ کسان ټپیان شوي هم دي.

د ښاغلي غیرت په وینا، د دغه برید ټول قربانیان ولسي وګړي دي چې ښځې او ماشومان هم پکې دي.

په برید کې د بهرنیانو د وژل کېدو په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

تر اوسه د دغه برید پړه هم چا نه ده منلې.

د امریکايي ځواکونو اډه او د سي آی اې مرکز د سړک پرغاړه پراته دي، چې شاوخوا یې امنیتي پوستې دي. په دې پوستو کې هغه افغانان اوسېږي، چې له امریکایانو سره همکاري او کار کوي.

د خوست ښار ته د ننوتلو یا له ښاره د وتلو پرمهال د تلاشۍ په دې ځای کې ځینې وخت سلګونه موټر ولاړ وي، چې ډېر کله خلکو له ډېرو تلاشیو شکایت کړی و.

نوموړی وايي، په یاد برید کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله ځکه ډېره ده، چې د روژه ماتي لپاره یې کورونو ته د ځانونو په رسولو کې بیړه کوله او تلاشۍ ته ولاړ وو.

په ۲۰۰۹ کال هم یوه لبناني د سي آی اې په یاد مرکز کې ځانمرګی برید وکړ، چې د سي آی اې اووه جګپوړي مامورین یې ووژل.

برید د اردن یوه فلسطين الاصله وګړي همام خلیل البلوي له خوا شوی و، چې ویل کېدل ګني ښاغلی البلوي د امریکایانو، اردنیانو او القاعدې ترمنځ درې ګونی جاسوس دی.

نژدې دوه میاشتې وړاندې، هم په خوست ښار کې پر لاریون کوونکو ځانمرګي برید نژدې سلو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

خوست چې له پاکستان سره ګډه پوله لري، د افغانستان له ناامنه ولایتونو ګڼل کېږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *