د يونان پارلمان د پورونو اړوند دولتي ورانديز تصويب کړ
د يونان پارلمان د پورونو اړوند دولتي ورانديز تصويب کړ. دا رياضتي پلانونه دي او ټاکل شوي له ننه د يورو حوزي غړيو هيوادونو ماليي وزيران پرې بحث وکړي. له دي سره په زرگونه يونانيانو د دولت د نوي پلان پر وړاندې لاريونونه کړي دي.
د يونان پارلمان، دپورونو اړوند ستونزود هواری په موخه له ساعتوو خبرو او بحث وروسته د دولت له لوري وړاندیز تصویب کړ خو په زرګونه کسانو له پارلمانه بهر ددې پلان پر وړاندې لاس په لاریون پورې کړی وو. ددې پلان مخالفین وایي: د لومړي وزیر حکومت له خپلو ژمنو سره غړونه کړې ده او ریاضتي پلانونه یې تر لاسه لاندې نیولي دي. د سیریزا کیڼ اړخي ګوند د ریاضتي پلانونو د لغوې په شعارونو سره بریا تر لاسه کړې.
دا پلان څو ورځې وړاندې د لومړي وزیر او ددې هیواد مشرانو له لوري رامنځ ته شو او ټاکل شوې د یورو حوزې غړیو هیوادونو بهرنیو چارو وزیران دا پلان وڅیړي. د یونان نوی پلان له دې هیواده سره د اروپایي تولنې او پیسو نړیوال صندق څخه د پور د تر لاسه کولو سره سمون رامنځ ته شوی. د یونان لومړي وزیر ویلي له دې سره چې دا پلان د حاکم ګوند له ژمنو ور هخوا دی خو بیا هم دا پلان له نورو پلانونو سره توپیرلري.