عربستان په يمن کي له اوربنده سرغړونه وکړه
عربستان په يمن کي له اوربنده سرغړونه وکړه
ددې هيواد هوايي ځواک د اوربند له پريکړې څو ساعته وروسته په صنعا او تعز ښارونو کي د حوثيانو پر وسله والو بريدونه کړي او په تغز ښار کي د منصور هاي او ددوی مخالفينو ترمنځ نښته رامنځ ته شوې ده
په یمن کې اوربند ددې هیواد لپاره د ملګرو ملتونو ځآنګړې استازې په هڅو سره تیره نیمه شپه پیل شو ترڅو په دې سره اړو کسانو ته مرستې ورسول شي. خو له دی هیواده د رارسیدلو ریپوټونو له مخې له اوربنده څو ساعته وروسته د سعودي عربستان جنګي الوتکو په صنعا او تعز ښارونو کې د حوثیانو د وسله والو پر مرکزونو بریدونه وکړل او په دې سره یې له اوربنده سرغړونه وکړه.
په تعز ښار کې هم د منصور هادي او حوثیاوو د وسله والو ترمنځ له اوربنده څو ساعته وروسته نښته رامنځ ته شوې ده او ورته پیښه په مارب ولایت کې هم رامنځ ته شوې ده.
اوربند د ملګرو ملتونو په هڅو سره رامنځ ته شوی او د ددې بنسټ ویاند ویلي: چې اوربند به د روژې مبارکې میاشتې تر وروستیو وغځیږي. خو د حوثیانو مشر عبدالمالک حوثی ویلي: اوربند به هغه مهال پلی شي کله چې د منصور هادي پلویان له جګړې لاس واخلي او اوربند پلی کړي. همدارنګه د یمن لپاره د ملګرو ملتونو لوی منشی ویاند له ټولو خواوو غوښتي ترڅو اوربند ته درنښت ولري ترڅو دوی وکولای شي اړو کسانو ته مرستې ورسوي. د ملګرو ملتونو د ریپوټونو له مخې اوس مهال اتیا زره یمنیان نړیوالو مرستو ته اړتیا لري او د خورو نړیوال سازمان ویلي یمنیانو خورو ته سخته اړتیا لرې او که چیرې دوی ته مرستې ونه رسول شي په دې هیواد کې به انساني ناورین را منځ ته شي.