د کرهني مالداری او اوبو لگولو وزارت نن له ۳۵۰ زره بيوځله کورنيو سره مرستي پيل کړې. له هرې دې کورنۍ سره سل کليو گرامه غنم مرسته کیږي يا يي پيسي ورکول کيزي.

د کرني مالداری او اوبو لگولو وزارت نن له دري سوه پنځوسو زره بیوخله کورنیو سره خپلې مرستې پیل کړې. د کرنې وزیر اسدالله ضمیر په کابل کې ددې بهیر د پیل په مراسمو کې وویل: دوی د هیواد په بیلا بیلو برخو کې له درې سوه پنځوس زره بیوځله کورنیو سره د مرستې پریکړه کړې ده ده ویلي چې دې کورنیو ته به سل کیلو ګرامه غنم اویا به یې پیسې ورکول کیږي.

د کرنې وزیر په وینا: په کابل ښار کې کورني بیځایه شوي کسان، اړ ښونکي، معیوبین او معلولین، کونډې د دولتي ادارو د اوم او اتمو بستونو مامورین، د کابل ښاروالی کارکونکي، د طبعي پیښو څخه زیانمن د حج او اوقافو وزارت کارکونکي به ددې مرستو تر پوښښ لاندې راوستل شي.

دوی ویلي له نولس زره ټنه ډير غنم به په کابل او نهو هغه ولایتونو کې چې د غنمو زیرمې لرې په بیوسه کسانو وویشل شي. دوی ویلي: پنځه لس زره ټنه نور غنم به په آزاد بازار کې په دوه سوه پنځه اتیا میلیونه افغانۍ وپلورل شي او پیسې به په هغه ولایتونو کې بیوځله کسانو ته ورکړل شي کوم چې د غنمو زیرمې نلري. له دې سره دوی ویلي په دې برخه کې یو پلاوی ټاکل شوی ترڅو د اړو کسانو حق تلف نشي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *