په يمن کي حوثيانو د اوربند لپاره د د منصور هادي شرايط رد کړی دی. منصور هادي د بنديانو خوشي کولو او له نيول شويو سيمو ددوي د شاتگ غوښتنه کړې ده. خو حوثيان پر يمن د کلابندي د پاي ته رسيدو غوښتونکي دي.

په ریاض کې میشت د منصور هادي حکومت ویلي، د اوربند په هکله د ملګرو ملتونو وړاندیز دوی ته د منلو وړ دی خو په دې شرط چې حوثیانو د دفاع پخوانی وزیر او نور بندیان له بنده خوشي کړي او له نیولو شویو سیمو خپل ځواکونه په شا کړي. د منصور هادي ویاند ویلي: دا شرایط د اوربند پلي کیدو لپاره په پام کې نیول شوي. خو د حوثیانو ویلي: د منصور هادي په مشری حکومت د جینو په ناسته کې هم دا شرایط وړاندې کړې وو چې مونږ ته د منلو وړ نه وو او باید له کوم شرط او قید پرته اوربند پلی شي.

د حوثیانو یوه مشر ظیف الله الشامي ویلي: د   منصور هادي شرایط د منلو وړ نه دي او په پلازمینه صنعا کې د اوربند په تړواو خبرې روانې دي او حوثیان د عربستان له لوري پر یمن د کلابندی د پای ته رسیدو غوښتونکي دي ځکه چې دې کلابندي په یمن کې حالات د انساني ناورین په لور روان کړي دي.

د مرستی رسونی بنسټ هم ویلي: اوس مهال نږدې ټول یمنیان مرستو ته اړتیا لري. د عربستان په مشری ایتلاف ویلي یمن یې ددې لپاره کلابند کړی ترڅو حوثیانو ته وسله ونه رسول شي. خو یمني ډلو ویلي چې ایتلاف ملکي بیړیو او الوتکو ته هم اجازه نه ورکوي ترڅو د یمن خاور ته د ننه شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *