بهر هيوادونو ته د سوريي کډوالو شميره څلورو ميليونو کسانو ته رسيدلي ده

د ملگرو ملتون د کډوالو څانگي مشر له دي سره ويلي: يواځې په تيرو لسو مياشتو کي له يو ميليونه ډير سوريان د خپلو کورونو پريښودو ته اړ شوي دي

د ملګروملتونو د کډوالو ځانګې مشر(انتونیوګوترس) ویلي، اوس په نړۍ کې ډير کډوال سوریان دي او د کډوالو دا شمیره له یوه هیواده په تیرو پنځه ویشتو کلونو کې ساری نلري. ده ویلي، ترکیط عراق اردن او لبنان ته د سوري کډوالو شمیره څلورو میلیونو کسانو ته رسیدلې په داسې حال کې چې په خپله سوریه کې اوه میلیونه شپږ سوه کسان د خپلو کورنو پریښودو ته اړ شوي دي. د ملګرو ملتونو ددې ادارې د مالوماتو له مخې، ترکیې ته د سوریې کډوالو شمیره دوه میلیونو ته رسیږي او لبنان هم د یو م یلیونه یو سل دوه اویا زره سوري کډوالو کوربه دی. انتونیوګوترس زیاته کړې، په داسې حال کې چې د ورځې په تیریدو سره د سوریې کډوالو شمیره مخ په لوړیدو ته ده خو نړیوالې ټولنې دې کدوالو ته ډيره لږه پاملرنه کړې ده او دا کډوال له ډیریو ستونزو سره لاس او ګریوان دي ده ویلي له تیرو لسو میاشتو کې له دوه میلیونه ډیر سوریان کدوال شوي دي او دا بهیر اوس هم روان دی. د سوریې په جګړه کې چې پنځم کال ته رسیدلې له دوسوه دویشت زره ډیر کسان پکې وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *