ولسمشر محمد اشرف غني نن د شانگهاي سازمان غړيو هيوادونو په سر مشريزه ناسته کي د گډون په موخه روسيي ته لار ښاغلی غني به د بريکس په ناسته کي هم گډون وکړي   له دي سره ويل شوي چي ښاغلی غني به د شانگهاي ناستي په څنډه کي له خپل روسيي سيال او د پاکستان له لومړي وزير سره هم وگوري

ولسمشری ماڼۍ له لوري د خبرې شوې خبر پاڼې له مخې په دې دوه ورځيني سفر کې یوه لوړ پوړی دولتي پلاوی د ښاغلي غني ملتیا کوي. حکومتي چارواکیو ویلی چې ښآغلی غني په په دې ناسته کې د تل لپاره د شانګهای غړیتوب د تر لاسه کولو وړاندیز وکړي چې د افغانستان لپاره ډيرې کلتوري سیاسي او اقتصادي ګټې ولر ي. افغانستان اوس مهال د ایران پاکستان مغلستان او پاکستان په ګډون ددې سازمان څارونکې هیوادونه دي.

هندوستان مغلستان تاجکستان ازبیکستان چین روسیه قزاقستان ددې سازمان دایمي غړي هیوادونه شمیرل کیږي. د شانګهای ناسته د روسیې په اوفای ښار کې پیلیږي چې د افغانستان لپاره به د اهمیت وړ وي. د چین بهرنیو چارو وزارت د اعلان له مخې په دې ناسته کې به په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې د فعالیتونو ډيرښت به هکله خبرې وشي.

تاکل شوې چې ددې ناستې به ځنډو کې ښآغلی غني د یو شمیر هیوادونو له مشرانو سره وګوري. دوی به له پوتین سره په لیدنه کې د کاسا زر پروژې او له نواز شریف سره په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په هکله خبرې وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *