په اسلام آباد کې د یوې ترافیکي پیښې له امله ۲۰ کسان مړه
په اسلام آباد کې د یوې ترافیکي پیښې له امله ۲۰ کسان مړه
د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د چهارشنبې په ورځ د بار وړونکي او بس موټرود ټکر له امله شل کسان مړه شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
د پېښې ټپیان د درملنې لپاره د پاکستان طبي پوهنې انستیتوت ته لېږدول شوي دي.
په اسلام اباد کې چارواکي وایي، چې د ځینې ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی او ممکن د مړو شمیر نور هم ډېر شي.
په سیمه کې پولیس وايي، چې ډېری قربانیان د کاسټر دي او په دې پېښه کې یواځې د بار وړونکي موټروان وژل شوی دی.
ویل کیږي کاسټر له اسلام اباد څخه کوټې ته روان و، چې له بار وړونکي سره ټکر شو.