د اسلام آباد په غونډه کي حکومتي پلاوي خپل ريپوټ وړاندې کړ

دي پلاوي باور جوړونه، د طالبانو له رسمي استازو سره مخامخ خبري، په دي خبرو کي د ميرمنو ونډه ددي ناستي له مهمو لاسته راورنو څخه ښودلي دي

له طالبانو سره په خبرو کي حکومتي پلاوي له وسله والو مخالفينو سره دا ناسته لومرني بين الافغاني ناسته شودلي ده چي کويتي شورا او حقاني شبکي د استازو په گدون تر سره شوي. ددي پلاوي په وينا، په دې لیدنه کې د خبرو اصلي کرښې په نښه شوېاو د اساسي قانون لومړی او دوهم څیرکي د افغان حکومت له سرو کرښو څخه شمیرل شوې دي. له دې سره په دې ناسته کې د اختر په شپو ورځو کې په اوربند اوله حکومت سره د طالب بندیانو په هکله خبرې شوې.

د حکومت له لوري استول شوي پلاوي، دسولې په هکله له مخکینو ناستو سره په توپیر کې ښودلې ویلي یي دي: په مخکینیو ناستو کې حکومت هیڅ کله د وسله والو طالبانو له استازو سره مخامخ خبرې نه دي کړې بلکې د منځګړیو له وسیله تر سره شوي دي.

دې پلاوې ويلي، د اسلام آباد د لومړي ځل لپاره د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د مشرانو ترمنځ خبرو ته لاره هواره کړې ده. دوی ویلي په دې ناسته کې د امریکا او چین دیپلوماتانو د څارونکو په ډول ګډون کړی وو چې دا په خپله ددې پړاو له مهمو برخو څخه شمیرل کیږي دوی ویلي په مخکینو ناستو کې به ددې هیوادونو غیر رسمي استازو ګډون درلود. د استول شوي پلاوي په وینا: د اسلام آباد په ناسته کې د خبرو د بل پړاو تر سره کیدو غوښتنه شوې خو په دې هکله چې دا ناسته به څه وخت او په کوم ځای کې تر سره کیږي څه نه دي ویلي خو دومره یي ویلي چې کیدای شي بله ناسته به چین هیواد کې تر سره شي. افغان لوري ویلي په دې ناسته کې د لاسته راوړنو ساتل او د ښځو حقونو ته درنښت ددوی له لویو غوښتنو څځه شمیرل کیدې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *