د داعش ډلې مهم غړی شاهدالله شاهد وژل شوی
د ملي امنيت عمومي رياست وايي، په ننګرهار ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې د داعش ډلې يو مهم غړی وژل شوی دی.
د دې رياست له مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په ياد هوايي بريد کې د خراسان ايالت لپاره د داعش د دويم لوړ پوړي کس ګل زمان او د پوځي عملياتو د برخې مرستيال جهاد يار د وژل کېدو ترڅنګ دا ثابته شوې، چې په دغه هوايي بريد کې په خراسان ايالت کې د داعش د مشرتابه ډلې لوړ پوړی کس شاهدالله شاهد هم وژل شوی دی.
سرچينې زياته کړې، شيخ مقبول، چې په شاهدالله شاهد مشهور و، له دې مخکې د پاکستاني طالبانو د تحريک وياند و او له دې تحريک څخه تر جلا کېدو وروسته يې له داعش ډلې سره خپل بيعت اعلان کړ.
د سرچينې په وينا، نوموړي غوښتل په سيمه کې يوه ستره جګړه پيل کړي او د داعش تروريستي ډلې په يوه مرکزي غړي بدل شي.