سورئي پوځيانو د پاليمرا د ښار ازادولو په موخه عمليات پيل کړي دي
د سورئي د پوځيانو اصلي برخه د پالمیرا لرغونی ښار پر لور د حرکت په حال کې ده. دغه ښار د «اسلامي دولت» لخوا ولکه شوی وو. دامطلب د چهار شنبه په ورځ «ريانووستي » اژانس د پوځي سرچيني له قوله ور کړی دي.
«د سورئي پوځ وتوانيد تيره شپه د «البيرات» سيمه ونيسي په همدي ډول دغه ابادي پالميرا ته ډيره نږدې ده.هوائي ځواکونه د ښار په شمالي سيمو بمبارۍ کوي په دغه ځای کې د وسله والو مخالفينو پوځي کمپ دي» دامطلب داژانس خبريال څر ګند کړی دي.
د سورئي د ملي تلويزيون دوينا له مخې پو ځيانو د نازل ال عيال سيمه چې د الميرا په شپږ کيلومتري کې پرته ده، نيولی دي. هوائي ځواکونه د ښار پر څنډو د «اسلامي دولت» د بهره داري پر پوستو او تخنيک بمبارۍ کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *