د یمن د ولسمشر د ماڼی سره چاودنی شوی دی
د یمن په پلازمینه صنعا کی د ولسمشر د ماڼی او وسله تون سره د چهارشنبی په ورځ چاودنی شوی دی. په دی هکله خبر د « سپوتنیک » آژانس د دی هیواد په بوځ کی د سرچینی په حواله خپور کړی دی.
د ولسمشر ماڼی د صنعا په مرکز کی ده. د قربانیانو او اوښتو زیانونو په هکله لا تر اوسه څه ویل شوی نه دی.
سرچینی زیاتوی چی:« په همدی ډول د صنعا په ختیځ کی د جبل نکم په سیمه کی سلاح کوټونو سره هم وروسته له هغی چی د ایتلاف الوتکو په نښه کړی وو، ډیری لویی چاودنی شوی دی».
سرچینه خبر ورکوی، چی د چاودنو سره سم د ایتلاف هوایی ځواکونو د الجوف د ولایت په مرکز د حزم په ښار او د مارب په ښار هم بمباری کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *