د ملي دفاع وزارت د ۷۵ وسله والو د وژل كیدو خبر وركړ
د ملي دفاع وزارت د ۷۵ وسله والو د وژل كیدو خبر وركړ
د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د ملي اردو ځواكونو په ګډو تصفيوي او محاربوي عملياتو كې ۷۵ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي، ۳۱ تنه ټپيان دي او ۹ تنه نور ژوندي نيول شوي دي.
د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د كونړ، لغمان، كاپيسا، پكتيا، اروزګان، فراه، كندهار او يو شمېر نورو ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، د وسله والو مخالفينو د درنې وسلې بريد او د سړك غاړې ماين چاودنه كې د ملي اردو ۶ سرتېري هم وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.