د ځينو معلوماتو پر اساس د عراق د موصل په يو جومات کې وسله وال کسان په زهرو لړلو خواړو او مايعاتو د خوراک او څښاک په وجه مړه شوي دي.
دغه کسان دروژي د مبارکې مياشتي د روژه ماتي پر وخت مسموم شول. دکردستان دموکراتيک ګوند وايي اسلامپال ددوی څخه د نيول شوي ښار په جومات کې د خوړو پر وخت مسموم شوي دي
په دغه روژه ماتې کې ټولټال ۱۴۵تنه وسله والو کسانو برخه اخستی وه، چې ۱۰۰ نفرو ته کوم زيان ونه رسيد. مسموم شوي کسان د ډوډي خوړلو وروسته مړه شول.د کردي ګوند د معلوماتو پر اساس شايد داعمل ځايي خلګو ، چې د «اسلامي دولت» له جنايتونو څخه په تنګ راغلي وه، ترسره شوی وې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *