اجرائيه رئيس وسله والو مخالفينو ته خبردارى وركړ
د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس خبردارى وركوي، افغان حكومت له وسله والو مخالفينو سره خبرو ته چمتو دى، خو كه هغوى د سولې خبرو ته حاضر نه شي، نو د له منځه وړلو لپاره يې هم بشپړ چمتووالى لري.
دغه څرګندونې اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، نن په بلخ ولايت كې ۲۰۹ شاهين قول اردو كې د خبرو پرمهال كړي. نوموړي زياته كړې، چې له خلكو څخه د دفاع په برخه كې به هېڅ وخت غفلت ونه كړي او په هېواد كې د يوې عادلانه او دوامدارې سولې د ټينګښت هيله لري.
دا په داسې حال كې ده، چې تېره شپه په اسلام اباد كې د افغان حكومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې شوې او پرېكړه وشوه، چې تر روژې وروسته به دې ډول خبروته دوام ورکوي.