غزه اوس هم ویجاړه ده

له نړيوالو ژمنو سره. دغزي په بيا رغاونه کي هيڅ ډول پرمختگ نه دی شوی او پر دي سيمي د اسرايلو په بريدونو کي له سلو زرو ويجاړو شويو کورونو څخه هيڅ يو يي نه دی رغول شوی

ددي سيمي اقتصاد د له منځه تلو په حال کي دی او اوسيدونکي يې مرستو ته اړتيا لري

له دي سره چي پر غزي د اسرايلو له جگړې يو کال تيريږي خو بيا هم په پراخ ډول په دي سيمه کي د جگړې نښې نښانې ليدل کيږي د بيت هانون او شجاعيه اوسيدونکي چي کورونه يي په بشپړه توگه له منځه تللي تر ړنګو او لنډ مهالو کورنو کې ژوند کوي. له سیمې څخه د رارسیدلو ریپوټونو له مخې په دې جګړه کې له سلو زرو ویجاړو شویو کورونو څخه تر اوسه یې یو هم نه دی رغول شوی. د غزې تړانګه له دوه زره اوم کال راهیسې د اسرایلي رژیم له لوري کلابنده ده او دا رژیم دی سیمی ته د ودانیزو او نورو اړوندو توکو د را لیږدولو اجازه نه ورکوي.

ملګرو ملتونو ویلي: د غزې د بیا رغاونې لپاره دیرشو کلون ته اړتیا ده هغه هم که چیرې مرسته کونکي هیوادونه او بنسټونه خپلې کړې ژمنې پلې کړي دوی ویلي له غزې سره ډیرې لږې مرستې شوې دي. له دې سره د غزې اوسیدونکي د مرسته کونکو پر ناغیړیو نیوکه کوي.

” هیله مند نه یم هرڅه چې اورم تشې خبرې دي مرسته کونکو سخت شرایط ایښې اسناد او ډیری کاغذونه غواړي چې د ښاري شورا یی له ستونزو سره مخ کړې او ګډ وډي یي رامنځ ته کړې ده د بیا رغاونې بهیر ډير پځ دی.”

د پیسو نړیوال صندوق د ریپوټ له مخې د غزې اقتصاد د شنل کېد په حال کې دی او ددې ښار پنځه ځلویښت سلنه د کار وړ ځوانان بیکاره دي. اوس مهال د غزې له یو میلیونه اته سوه زره اوسیدنکو څخه دوه برخې یي مرستو ته اړتیا لري او له اړوندو نبسټونو سره تړلي دي. د حماس ډله چې د غزې واک له دوی سره دی وایي: له دی سره چې په غزه کې ډیرې ویجاړی رامڼځ ته شوې او له دوه زره ډیر فلسطینیان ووژل شول خو اسرایلو دا منلې چې فلسطینیان دماتی منونکی نه دی

سامي ابوزهري- سخنگوي جنبش حماس

” له یوه کال وروسته ددې جګړې پآیلو وښوده کې حماس او غزې ته ماته ورکول شونې نه دي نو څکه ټول اړخونه هڅه کوي ترڅو اوربند پلی کړی “

د اسرایلو او حماس ترمنځ جګړه د تیر کال جولای په اتمه نیټه پیل شوه او تر څو اونیو یي دوام درلود خو په لړ کې د حماس او اسرایلو ترمنځ د مصر او ملګرو متلونو په منځکړیتوب اوربند رامنځ ته شو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *