ولادیمیر پوتین او د ایران ولسمشر په اوفا کی د پوځی تخنیکی همکاریو په هکله خبری کوی
ولادیمیر پوتین او د ایران ولسمشر په اوفا کی د پوځی تخنیکی همکاریو په هکله خبری کوی
د روسیی ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ایران ولسمشر حسن روحانی په اوفا کی د جولای د میاشتی په ۹ مه نیټه د ناستی پر مهال د پوځی تخنیکی همکاریو په هکله خبری وکړی. په دی هکله د روسیی د ولسمشر سلاکار یوری اوشاکوف خبر ورکړی دی.
د « ریا نووستی » خبری آژانس سره د مرکی پر مهال د روسیی د ولسمشر سلاکار یوری اوشاکوف وویل: « مونږ ډیره هیله لرو، چی د دغو خبرو په بهیر کی به پرمختګ وشی، او همدی ته روان یو. ځکه چی د نړیوالو خبرو په پایله کی هغه څه چی روسیه او ایران یی په ګډه کولای شی، دا به اساسی مساله وی او د دی تر ځنګ به بی له شکه بیلابیلی دوه اړخیزه مسالی په اقتصادی او سوداګریزو چارو کی او هم په پوځی تخنیکی چارو کی تر بحث لاندی ونیولی شی».