د يمن په کړکيچ کې ښکيلو غاړو، او د دې تر څنګ د سعودي عربستان په مشرۍ ائيتلافي ځواکونو په يمن کې د پنځو ورځو په موده کې په اوریند موافقه کړی ده، او وروسته کيدای سي دغه موده وغزيږي.
دامطلب نن انټرنيټي پارتال (ايلاف) د يو لوړ پوړې ديپلوماتيکې سر چيني له قوله ورکړی دي. اوربند به په رسمي توګه نن او ياهم د جولای په اتمه نيټه ټینګيږي.
ددغه ديپلومات په قول په جګړه کې ښکيلي غاړې او ائيتلافي ځواکونو موافقه کړي ده، چې په يمن کې به پنځه ورځنی اوربند ټينګيږي او امکان لري پسي اوږد شي» په هغه صورت کې به «بشري اوربند» د روژي مياشتي تر ورستيو او داختر تر ورځو پورې اوږد سي.
دغه سر چينه وائي اوربند به نن اويا هم د چهارشنبي په ورځ په رسمي توګه اعلان شي. ده زياته کړه چې د يمن په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي اسمعيل اولد شيخ احمد چې دم ګړۍ په يمن کې دي په راتلونکې ۴۸ ساعتونو کې به د «بشري اوربند » ټولي اجزاوي مطالعه او وڅيړي، تر څو مخکنۍ تيروتني يوځل بيا تکرار نه شي..هغه وخت یعني د مي د مياشتي په لومړيو کې دوی ونسوای کړای اوربند اوږد کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *