اچين كې ۴۹ وسله وال وژل شوي

اچين كې ۴۹ وسله وال وژل شوي د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتكې بریدونو کې ۴۹ وسله وال وژل شوي، چې د ځايي خلکو په وینا بهرني وسله وال هم پکې شامل دي.

چارواکي وايي، دغه بریدونه پرون له غرمې وروسته شوي.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیاء عبدالزي کلید ته وویل، چې بهرنیو ځواکونو د اچین په مامند خندکۍ او مامند نرګوسۍ سیمو کې د وسله والو په پټنځایونو بریدونه کړي دي.

هغه وویل، لومړنی برید د مامند خندکۍ سیمه کې شوی، چې په پایله کې یې ۱۲ وسله وال وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه، دویم برید د مامند نرګوسۍ سیمه کې شوی او په ترڅ کې یې ۳۷ وسله وال وژل شوي دي.

چارواکو ونه ویل، چې وژل شوي کسان د دولت د کومې مخالفې ډلې پورې تړلي وو؛ خو په سیمه کې عیني شاهدان یې د داعش وسله وال بولي.

د سیمې یوه اوسېدونکي د نوم او غږ نه خپراوي په شرط کلید ته وویل، چې برید کې شاوخوا ۲۰ وسله وال ټپیان شوي هم دي او په مړو او ټپيانو کې ډېری یې د پاکستان د اورکزۍ ایجنسۍ اوسېدونکي دي.

بلخوا د داعش په ګډون د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې د دغه بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *