د داعش پر وړاندې د امريکا په مشری ايتلاف به ددې ډلي دځپلو بريدونو ته زور ورکړي. بارک اوباما ويلي دوي به په سوريه او عراق کي د داعش وسله والي دلي پر مرکزونو بريدونه دير کري او د سوريي له وسله والو مخالفينو سره به د مرستو کچه لوره کري

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ددې هیواد په دفاع وزارت کې د امریکایی لوړ پوړیو چارواکیو په ناسته کې وویل: نړیوال ایتلاف به په سوریه او عراق کې د داعش پر وړاندې خپلو بریدونو ته زور ورکړي، په یادو هیوادونو کې به ددوی پر مرکزونو او مشرانو د بریدونو کچه لوړه کړي، خو دی هیوادونو ته د ځمکنیو قواوو د استولو هوډ نلري. له دې سره ده ویلي چې له خپلو ملګرو سره د سرتیرو د روزنې او مشورې همکاری ته به دوام ورکړي.

باراک اوباما زیاته کړې، د داعش پر وړاندې جګړه اوږد مهاله ده ځکه چې دې ډلې د ملکي کسانو په منځ کې ځان ځای کړی دی او په ډيرې هوښیاری سره له هر فورصت څخه ګټه پورته کوي، له دې سره ده ویلي کولای شو داعش له منځه یوسو.

” ده ویلي، په سوریه او عراق کې د داعش وروستی ماتې ددې ښکارندویي کوي چې دا ډله له منځه وړلی شو. مونږ به په سوریه کې ددې ډلې پر وړاندې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړو او تیلو او غازو مرکزونه چې ددې هیواد له سرچینو څخه شمیرل کیږي په نښه کوو مونږ به په سوریه کې د داعش مشران، ددوی مشران مالي او تبلیغاتي سرچینې په نښه کړو”

ده ویلي: په ټوله نړۍ کې د داعش مالي ملاتړې سرچینې به په نښه شي او هغه نفتي او غازې تاسیسات چې د داعش په واک کې دي ددوی له لوري به بمبار شي. ده ټینګار کړی چې د داعش له منځه وړل د سیمه ایزو خلکو دنده ده او ایتلاف به یواځې ددوی هوایي ملاتړ کوي.

د امریکا دفاع وزارت ویلی: د داعش ورځینۍ لګښت نهو میلیونو دالرو ته رسیږي او تراوسه له دې دلې سره په جګړه کې درې میلیارده ډالره لګول شوي دي. اوباما په پنټاګون کې د خبرو پر مهال وویل: د روسې وسله والو د روزنې بهیر ځرنګه یي چې هیله کیده هماغسې پر مخ نه دی روان ده ژمنه کړې چې واشنګټن به د سوریې له مخالفینو د خپل ملاتړ کچه لوړه کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *