پر يمن د عربستان په هوايي بريد کي له سلو ډير کسان وژل شوي دي
د بي پر يمن د عربستان په هوايي بريد کي له سلو ډير کسان وژل شوي دي پولې ډاکترانو د اوسيدني پر سيمو هوايي بريدونه په کلکه غندلي ويلي يي دي، په دي ډول بريدونو کي په زرگونه کسان ټيپان شوي
د سبا خبري آژانس چې د حوثیانو په لاس کې دی ویلي: د یمن په عمران ولایت کې د عربستان په مشری د ایتلاف په هوایي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه څلویښت کسان وژل شوي دي. دا برید پر یوه بازار تر سره شوی چې پکې په لسګونه کسان ټپیان شوي هم دي.
د سبا خبري آژآنس د ریپوټ پر بنسټ، ددې هیواد په سویل کې هم د ورته بریدونو له کبله له څلویښتو ډیر کسان وژل شوي دي. دا برید د عدان او حجې تر منځ په سیمه تر سره شوی او پکي د ملکي کسانو تر ځنګ د حوثیانو یو شمیر وسله وال هم وژل شوي دي.