بې پولې ډاکټرانو په یمن کې د اوسیدنې پر سیمو د هوایي بریدونو سخت مخالفت کړی
بې پولې ډاکټرانو په یمن کې د اوسیدنې پر سیمو د هوایي بریدونو سخت مخالفت کړی او دا ډول بریدونه یي غندلي دي. دوی ویلي، د اوسیدنې سیمو بمباري د منلو وړ نه ده. دوی له ایتلاف څخه غوښتي ترڅو په بیړې سره دې ډول بریدونه ته د پای ټکی کیږدي. د بې پولې ډاکترانو خیرې بنسټ ویلي: په دې وروستیو شپو ورځو کې په لسګونه ټپیان دوی ته وروستل شوي دي . همدارنګه د یمن لپاره د ملګرو ملتونو استازي صنعا ته د سفر پر مهال د حوثیانو له مشرانو سره د سولې او اوربند په هکله خبرې کړې دي. د منصور هادي حومت ویاند ویلي، د پخلاینې خبرو لپاره هڅې روانې دي خو دا خبرې به په داسې حال کې تر سره شي کله چې حوثیان له نیول شویو سیمو ووځي.