نایجیریا کې بمي چاودنې”۲۰ کسان” وژلي
نایجیریا کې بمي چاودنې”۲۰ کسان” وژلي
د پېښې سیمې ته بېړني کارکوونکي وراستول شوي چې د ټپیانو په درملنه کې مرسته وکړي.
د نایجېریا په شمال لویدیځ زاریا ښار کې یوې بمې چاودنې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي. دا خبره د كاندو ولایت والي نصیر الرفاعي تائید کړې.
په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي ځانمرګي بریدګر په یوې دولتي ودانۍ کې حکومتي کارکوونکي په نښه کړل.
د پېښې سیمې ته بېړني کارکوونکي وراستول شوي چې د ټپیانو په درملنه کې مرسته وکړي.
په نایجېریا کې فعالې اورپکې ډلې بوکو حرام تر اوسه د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.
د بوکو حرام ډله چې ډېر کله په دغه هېواد کې د ترهګرو بریدونو مسووله ګڼل کېږي تر ډېره د نایجېریا شمالي سیمو کې بریدونه کوي.
د نایجېریا ولسمشر محمدو بوهاري تر ټاکل کېدو وروسته بوکو حرام په دغه هېواد کې بریدونه ډېر کړي.
د كاندو والي ښاغلي الرفاعي دغه برید په کلکو ټکو غندلی او پر ولس یې غږ کړی چې تر راتلونکو څو اونیو دې د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې نه اېسارېږي.
نوموړي زیاته کړه چې د نایجېریا حکومت له امنیتي ادارو سره له نژدې کار کوي چې د ترهګرو بریدونو د پېښېدو مخنیوی وکړي.
د دوشنبې په ورځ (جولای ۶) هم د نایجېریا په مرکزي ښار کې دوه غبرګو بریدونو لږ تر لږه ۴۴ کسان ووژل.