د عراق روغتیايي سرچینې وايي، د الانبار ولایت پر مرکز رمادي ښار بمباریو لږترلږه ۲۵ کسان وژلي او ۳۲ نور ټپیان دي.

عیني شاهدانو ویلي، دغه بمبارۍ د یکشنبې ورځې ګهیځ وختي شوې، چې د فوټبال یو لوبغالی هم پکې په نښه شوی او زیاتره قربانیان یې ولسي وګړي دي.

وړاندې د بغداد روغتیايي سرچینو ویلي وو، دوو موټربم چاودنو د بغداد په سوېل کې لږترلږه ۱۲ کسان وژلي او ۳۹ نور ټپیان دي.

د بغداد په جنوب المحمودیه کې هم ځای پرځای شوي ماین ۳ کسان وژلي.

د بغداد شمال ختیځ دیالي ولایت په مرکز بلدروز کې پر یوه خوړنځي هم موټربم چاودنې لږترلږه څلور کسان وژلي او ۱۴ نور ټپیان دي.

بل خوا، د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف بمباریو په ابو ماریا کې د “اسلامي دولت” ډلې ۹ غړي وژلي.

همداشان، د موصل په شمال جابر بن حیان بنسټ کې بمبارۍ ۳ کسان وژلي دي.

ویل کېږي داعش دا ځای د خپلو جنګیالیو لپاره کاراوه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *